پاك پوځ د مرستې، ريسکيو او بحالۍ په کارروائيو كښې  د سول انتظاميه او اين ډي ايم اے معاونت لپاره هر وخت چمتو دے۔ فيلډ مارشل سيد عاصم منير

پېنډۍ 04 اګست (اے پي پي) چيف آف آرمي سټاف و چيف آف ډيفنس فورسز فيلډ مارشل سيد عاصم منير د دې عزم پخلے كړے دے چې پاك پوځ د مرستې، ريسکيو او بحالۍ په کارروائيو كښې سول انتظاميه او د اين ډي ايم اے معاونت لپاره هر وخت په بشپړه توګه چمتو دے۔ د آئي ايس پي آر لخوا د جاري بيان له مخې فيلډ مارشل سيد عاصم منير …

پېنډۍ 04 اګست (اے پي پي) چيف آف آرمي سټاف و چيف آف ډيفنس فورسز فيلډ مارشل سيد عاصم منير د دې عزم پخلے كړے دے چې پاك پوځ د مرستې، ريسکيو او بحالۍ په کارروائيو كښې سول انتظاميه او د اين ډي ايم اے معاونت لپاره هر وخت په بشپړه توګه چمتو دے۔ د آئي ايس پي آر لخوا د جاري بيان له مخې فيلډ مارشل سيد عاصم منير د نيشنل ډيزاسټر مينجمنټ اتھارټۍ په هيډکوارټرز كښې د جوړ نيشنل ايمرجنسيز آپريشن سينټر دوره وكړه چرته چې دوي ته د پشكال سيزن په مهال د پاکستان د قدرتي افتونو مقابلې لپاره  په چمتوالي نيولو او كوټلېغبرګون انتظامات تفصيلي بريفنګ وركړے شو۔ د اين ډي ايم اے چيئرمين چيف آف آرمي سټاف  د اين اي او سي د آپريشنل صلاحيتونو او په جديد ټيکنالوجۍ اډانه د ردِعمل نظام نه خبر كړو۔ په بريفنګ كښئ “ډيزاسټر لينز 2026” د لارې په هېواد كښې د پشكال په موجوده صورتحال او د بېلو قدرتي خطرو نګرانۍ د جديد نظام څرګندونه هم وكړې شوه۔ چيف آف آرمي سټاف و چيف آف ډيفنس فورسز په پاکستان كښې په قامي كچه د قدرتي افتونو دة زيان مخ نيوي صلاحيت مضبوطولو لپاره د اين ډي ايم اے د هلو ځلو ستائنه وكړه۔ ده هر وخت چمتوالې٬ د ادارو ترمېنځه مؤثر همكاري او په وخت د ردِعمل په اهميت زور راوړلو سره ووئيل  انساني ځانونه او د مهم قامي انفراسټرکچر تحفظ دې په هر صورت باوري كړے شي۔ ده د دې عزم څرګندونه وكړه چې پاك پوځ د مرستې، ريسکيو او بحالۍ په کارروائيو كښې د سول انتظاميه او اين ډي ايم اے معاونت لپاره هر وخت په بشپړه توګه چمتو دے۔

مزید خبریں