شکاګو۔4اګست (اے پي پي)د غربت د كمي و سماجي تحفظ وفاقي وزير سيد عمران احمد شاه وئېلي دي د حضرت مولانا جلال الدين روميؒ تعليمات نن هم انسانيت ته د مينې ، روادارۍ ، خدمتِ خلق او د باطني اصلاح داسې پيغام وركوي كوم چې د حاضر عصر اخلاقي او سماجي چيلنجز مقابلې له موثره لارښونه وركوي ۔د وزارت وياند تر مخه وفاقي وزير د دې خيالاتو اظهار شکاګو كښې …
د مولانا جلال الدين روميؒ تعليمات نن هم انسانيت ته د مينې ، روادارۍ، خدمتِ خلق او د باطني اصلاح داسې پيغام وركوي كوم چې د حاضر عصر اخلاقي او سماجي چيلنجز مقابلې له موثره لارښونه ده ، د وفاقي وزير سيد عمران احمد شاه د ترك فيسټيول په موقع مباحثې ته خطاب

مزید خبریں
شکاګو۔4اګست (اے پي پي)د غربت د كمي و سماجي تحفظ وفاقي وزير سيد عمران احمد شاه وئېلي دي د حضرت مولانا جلال الدين روميؒ تعليمات نن هم انسانيت ته د مينې ، روادارۍ ، خدمتِ خلق او د باطني اصلاح داسې پيغام وركوي كوم چې د حاضر عصر اخلاقي او سماجي چيلنجز مقابلې له موثره لارښونه وركوي ۔د وزارت وياند تر مخه وفاقي وزير د دې خيالاتو اظهار شکاګو كښې تابيا شوي د ترک فيسټيول دوېمې ورځې پينل مباحثه ’’مولانا روميؒ: تصوف او د پاکستان روحاني ورثه‘‘ ته د کليدي مقرر په حېث وكړه ۔ د مولانا روميؒ فکر او مسلمانې نړۍ باندې د هغې اثرات په اړه دې ناسته كښې نامتو علماء، دانشورانو، مذهبي لارښودو او د پاکستان و ترک ورورولۍ ګډون كولو ۔ وفاقي وزير ووئېل د مولانا روميؒ پيغام د زمان و مکان د حدود نه ماوراء دے او انسان ته د مينې ، عاجزۍ، برداشت او د خود احتسابۍ د لارې د يو امناكه او وقار لرونكې ټولنې د تشکيلولو بلنه وركوي










