اسلام آباد ۔ 4 اګست (اے پي پي) د توان وفاقي وزير سردار اوېس احمد خان لغاري وئېلي دي پاكستان د توان په څانګه كښې تاريخي بدلون څخه تېرېري ٬ د تېر مالي كال تر اختتام د خپلواكه اندازو تر مخه په هېواد كښې د ډسټري بيوټډ سولر استعداد 98 ګيګا واټ ته رسېدلے دے كوم چې په يوټېلټي كچه مجموعي پېداواري استعداد ته نزدې دے٬ حكومت په يو جامع …
حكومت په جامع قومي بېټري انرجي سټوريج فرېم ورك كار كوي چې پكښې حفاظتي معيارات ٬ ګرډ كنكشن ٬ تكنيكي تقاضې او د سرمايه كارو لپاره واضحه قوائد و ضوابط شامل دي ٬ سردار اوېس لغاري

مزید خبریں
اسلام آباد ۔ 4 اګست (اے پي پي) د توان وفاقي وزير سردار اوېس احمد خان لغاري وئېلي دي پاكستان د توان په څانګه كښې تاريخي بدلون څخه تېرېري ٬ د تېر مالي كال تر اختتام د خپلواكه اندازو تر مخه په هېواد كښې د ډسټري بيوټډ سولر استعداد 98 ګيګا واټ ته رسېدلے دے كوم چې په يوټېلټي كچه مجموعي پېداواري استعداد ته نزدې دے٬ حكومت په يو جامع بېټري انرجي سټورېج فرېم ورك كار كوي چې پكښې حفاظتي معيارات ٬ ګرډ كنكشن ٬ تكنيكي تقاضې او د سرمايه كارو لپاره واضحه قوائد او ضوابط شامل دي۔ د نهې په ورځ سولر ٬ سټورېج او فليكسيبلټي كانفرنس ته خطاب كښې ده ووئېل سولر ٬ سټورېج او د فلېكسېبلټي يوازې درې اصلاحات نه بلكې نن د پاكستان د برېښنا څانګې ته د پیښو تر ټولو لوي تكنيكي او پاليسي چېلنج عكاسي كوي ٬ د قامي ګرِډ د يو اړخيزه بجلۍ ترسيل د تصور تر مخه تشكيل شوے ؤ او نن هغه د لاكهونو كورونو او كاروباري مراكز په بامونو د لګولي شوي سولر سسټمز نه بجلي تر لاسه كوي د كومې په نتيجه كښې چې د ورځې په وختونو كښې د بجلۍ طلب كمېږي او د ماښام په وخت كښې طلب هغسې زياتېږي۔ده ووئېل حكومت په جامع قومي بېټري انرجي سټوريج فرېم ورك كار كوي چې پكښې حفاظتي معيارات ٬ ګرډ كنكشن ٬ تكنيكي تقاضې او د سرمايه كارو لپاره واضحه قوائد و ضوابط شامل دي٬ د نړغ ګڼو هېوادونو چې د كوم صورتحال يعني”ډك كرو” مقابلې له تر يوې لسيزې چمتوالے نيولو پاكستان نن د هغې مرحلې مقابله په غېر معمولي رفتار كوي٬ دا كاميابي د كومي حكومتي سبسډي يا د اوږد مهاله منصوبه بندۍ نتيجه نه ده بلكې د لاكهونو پاسكتانو وګرو ٬ كروندر ګرو ٬ صنعتكارو ٬ سوداګرو او د كورنو مصرف كوونكو د انفرادي پرېكړو ميوه ده چا چې په لږ لګښت او د باور وړ توان تر لاسه كولو لپاره سولر ټېكنالوجي خپله كړه ٬ ده ووئېل دا په حقيقي معنو كښې د اوسل په مشرۍ كښې راغلے د توان انقلاب دے۔











