ډهاكه۔ 4 اكست (اے پي پي) مرسته كونكې تنظيم خبر دارے وركړے دے چې بنګله دېش كښې په سوونو كوچنيان د شري د لاسه د اجل سره مخ شوي دي او ځپلې كورنۍ د سختې معاشي تباهۍ سره مخ كېږي۔ د اردو نيوز تر مخه دا په تېرو لسيزو كښې بنګله دېش باندې د شېري راغلې تر ټولو لويه وبا ده ۔ د بنګله دېش د روغتيا محكمې شمېرو تر …
بنګله دېش كښې د شري نه په سوونو ماشومان د اجل سره مخ شول٬ ځپلې كورنۍ د معاشي تباهۍ ښكار

مزید خبریں
ډهاكه۔ 4 اكست (اے پي پي) مرسته كونكې تنظيم خبر دارے وركړے دے چې بنګله دېش كښې په سوونو كوچنيان د شري د لاسه د اجل سره مخ شوي دي او ځپلې كورنۍ د سختې معاشي تباهۍ سره مخ كېږي۔ د اردو نيوز تر مخه دا په تېرو لسيزو كښې بنګله دېش باندې د شېري راغلې تر ټولو لويه وبا ده ۔ د بنګله دېش د روغتيا محكمې شمېرو تر مخه د 15 مارچ نه تر اوسه د دې د درملني جوګه ناروغتيا نه د لږو نه لږ 844 كوچنيان په حق رسېدلي او د يو لاكه 12 زره نه زيات كسان د درملنې لپاره روغتونونو ته تللي دي۔ د رېډ كراس او هلال احمر نړيوال فېډرېشن (آئي آر يف سي) او د بنګله دېش رېډ كراس سوسائټي تر مخه د شېري نه ځپلې په هر لسو كښې 9 كورنۍ د درملنې لپاره خرڅونو تر سره كولو لپاره په پور اغستو مجبوره دي۔ ډهاكه كښې د آئې ايف آر سي مشر البر ټوبو كانېګر اكا وئېنا ده د شېري د دې بېړيني صورتحال اثرات يوازې د روغتون په دروازه نه ختمېږي بلكې ځپلې كورنۍ د دې نه پس د سختو مالي ستونزو سره مخ كېږي۔ هغه ووئېل د اولسي روغتيا د داسې بيړني صورتحال په مهال په بشري بنياد مرسته او مضبوط سماجي تحفظ دواړه ضروري دي۔ د مرستې تنظيمونو د هغه 2746 كورنيو د حالات جاج اغستے دے كومې چې په 12 سركاري طبي مراكز كښې د خپلو ماشومانو علاج لپاره راغلي ٬ هر څو چې په سركاري روغتونونو كښې وړيا علاج كېږي خو نور اړوند خرڅونه په تندۍ سره زياتېږي۔











