اسلام آباد 04 اګست (اے پي پي) د پاکستان پيپلز پارټۍ نائب صدر سينيټر شيري رحمان د مظفرآباد په حلقه ايل اے 27 او يونين کونسل بھيري كښې په ښكاره انتخابي بے ضابطګو د سخت غبرګون څرګندونې سره ووئيل د پيپلز پارټۍ په مضبوطو سيمو كښې مسلم ليګ (ن) يو ځل بيا انتخابي عمل د متنازعه جوړولو هڅې كوي۔ د پيپلز پارټۍ د آزاد کشمير څانګې ميډيا سېل لخوا …
د پيپلز پارټي په مضبوطو سيمو كښې انتخابي عمل د شخړيزه جوړولو هڅې روانې دي۔ سينيټر شيري رحمان

مزید خبریں
اسلام آباد 04 اګست (اے پي پي) د پاکستان پيپلز پارټۍ نائب صدر سينيټر شيري رحمان د مظفرآباد په حلقه ايل اے 27 او يونين کونسل بھيري كښې په ښكاره انتخابي بے ضابطګو د سخت غبرګون څرګندونې سره ووئيل د پيپلز پارټۍ په مضبوطو سيمو كښې مسلم ليګ (ن) يو ځل بيا انتخابي عمل د متنازعه جوړولو هڅې كوي۔ د پيپلز پارټۍ د آزاد کشمير څانګې ميډيا سېل لخوا د جاري بيان له مخې شيري رحمان ووئيل د مظفرآباد په حلقه ايل اے 27 كښې د سرکاري انتخابي عملې په نجي كورونو كښې د موجودګۍ اطلاعات ډېر اندېښمن دي،د (ن) ليګ لخوا د ټګۍ په اړه وډيوز د شواهدو په توګه اليکشن چارواكو ته سپارلې شوي دي، اليکشن کميشن دې په سمدستي توګه انتظامي او قانوني کارروائۍ كولو سره په انتخابي عمل باور بحال كړي۔ شيري رحمان ووئيل د آزاد کشمير چيف اليکشن کمشنر دې په سمدستي توګه نوټس اخستو سره آزاد او سپېځلي تحقيقات باوري كړي، په انتخابي عمل اثرانداز كېدونكې ټول عناصر دې د قانون له مخئ ځواب وركوٶنكي جوړ كړے شي









