قاهره۔ 4 اكست (اے پي پي) مصر ٬ قطر او تركيه په غزه كښې د اسرائيل د پرله پسې خلاف ورزيو سخته غندنه كړې ده ۔ د سي جي اين ټي اين تر مخه مصر ٬ قطر او تركيې تېره ورځ جاري كړي شريك بيان كښې زور راوړے دے چې اسرائيل بايد د نړيوال قانون تر مخه پخپلو ذمه وارو عمل درآمد وكړي او د جنګ بندۍ لوظ نامې …
مصر ٬ قطر او تركيه په غزه كښې د اسرائيلي خلاف ورزو غندنه وكړه

مزید خبریں
قاهره۔ 4 اكست (اے پي پي) مصر ٬ قطر او تركيه په غزه كښې د اسرائيل د پرله پسې خلاف ورزيو سخته غندنه كړې ده ۔ د سي جي اين ټي اين تر مخه مصر ٬ قطر او تركيې تېره ورځ جاري كړي شريك بيان كښې زور راوړے دے چې اسرائيل بايد د نړيوال قانون تر مخه پخپلو ذمه وارو عمل درآمد وكړي او د جنګ بندۍ لوظ نامې تر مخه خپلې كړې وعدې پورا كړي۔ بيان كښې وئېلې شوي دي په غزه كښې د اسرائيل پرله پسې كاروائۍ د جنګ بندۍ د لوظ نامې خلاف ورزۍ دي٬ چې ترې د جنګ بندۍ بل پراؤ ځپلے كېږي او په تاو تريخوالي كښې د كمي هڅو ته هم خطر پیښ شوے دے۔ ېيان كښې د نړيوالې ورورولۍ نه غوښتنه وكړې شوه چې وګړو ٬ طبي مراكز او د بشري مرستې سره تعلق لرونكو ته مكمل تحفظ وركړے شي او د غزه پټۍ كښې د انساني مرستې او طبي سامان د كوم خنډ نه غېر وركړه دې هم باوري كړې شي۔










