اسلام  او د مسلمانانو خلاف  د امتياز خاتمې  په اړه دويم نړيوال كانفرنس  په قاهر كښې روان دے

  قاهره۔ 04 اګست (اے پي پي) د مصر پايه تخت قاهره كښې  د عرب ليګ په هېډ كوارټر كښې  د اسلام او مسلمانانو خلاف د امتياز خاتمې  په اړه دويم دوه ورځنے نړيوال كانفرنس روان دے۔  د كوم سر خط چې "لويديز كښې د مسلمانانو ورورولۍ  او د اسلامو فوبيا خلاف د هغوي  كردار " دے۔  د امارت نيوز ايجنسۍ تر مخه  د ګل په ورځ  پېل شوي كانفرنس …

 

قاهره۔ 04 اګست (اے پي پي) د مصر پايه تخت قاهره كښې  د عرب ليګ په هېډ كوارټر كښې  د اسلام او مسلمانانو خلاف د امتياز خاتمې  په اړه دويم دوه ورځنے نړيوال كانفرنس روان دے۔  د كوم سر خط چې “لويديز كښې د مسلمانانو ورورولۍ  او د اسلامو فوبيا خلاف د هغوي  كردار ” دے۔  د امارت نيوز ايجنسۍ تر مخه  د ګل په ورځ  پېل شوي كانفرنس كښې متحده عرب امارت  ٬ مختلف عرب او  نور هېوادونه ٬ نړيوال ٬ سيمه ايز  او قامي تنظيمونه ٬ د سول سوسائټۍ ادارې او د ځوانانو استازي شريك  دي۔  د عرب ليګ جنرل سېكرټريټ  او د اسلامي نړۍ تعليمي ٬  سائنسېي  و كلتوري تنظيم (icesco)   په همكارۍ  تابيا  د دې كانفرنس مقصد د اسلامو فوبيا زيات شوي رحجان مقابله ٬ مكالمې ٬ شريك امن   او مذهبي و د كلتوري  تنوع احترام ته وده وركول دي۔ افتتاحي خطاب كښې  د عرب ليګ اسستنټ سېكرټري جنرل ډاكټر حسېن هندواوي ووئېل  د مذهب او عقيدې آزادي يو بنيادي انساني حق دے ٬ د كوم ضمانت چې  په نړيوالو لوظ نامو كښې وركړے شوے دے او د مذهب يا عقېدې په بنياد هر ډول امتياز او نسل پرستي مسترد كول پكار ده۔