اسلام آباد۔4 اګست(اے پی پی) هېواد څخه د ترهګرۍ په بشپړه توګه د ختمولو عزم سره د فتنة الخوارج خلاف جنګ كښې پاك پوځ او خېبر پښتونخوا پوليس د يو بل ترڅنګ ولاړ دي٬ د خېبر پښتونخوا پوليس پېشه ور مهارت او عملي صلاحيتونه زياتولو له د پاك پوځ تر سېوري لاندې د خصوصي ټرېننګ سېشن وكړے شو۔ د مشتركه ټرېننګ په مهال پولیس اهلکارو او کمانډوز د عصري …
د خېبر پښتونخوا پوليس صلاحيتونو زياتولو له د پاك پوځ تر سېوري لاندې خاص ټرېننګ ٬ د عصري جنګي او امنيتي ډرلز مشقونه

مزید خبریں
اسلام آباد۔4 اګست(اے پی پی) هېواد څخه د ترهګرۍ په بشپړه توګه د ختمولو عزم سره د فتنة الخوارج خلاف جنګ كښې پاك پوځ او خېبر پښتونخوا پوليس د يو بل ترڅنګ ولاړ دي٬ د خېبر پښتونخوا پوليس پېشه ور مهارت او عملي صلاحيتونه زياتولو له د پاك پوځ تر سېوري لاندې د خصوصي ټرېننګ سېشن وكړے شو۔ د مشتركه ټرېننګ په مهال پولیس اهلکارو او کمانډوز د عصري جنګي او امنيتي ډرلز باقاعده عملي مشقونه وكړل۔ د تفصيلات له مخې د ټرېننګ مقصد د ترهګرۍ خلاف د پولیس فورس او امنيتي ځواكونو استعداد لا مضبوطول وو۔ په دې مهال د آرمي انسټركټرز لخوا كلاسونه او لېكچرز هم وشول۔ پوليس اهلكارو ته روانو ګاډو ته د ختلو او كوزېدو او د فائر اېنډ موو پېشه وره تربيه هم وركړې شوه۔ د ټرېننګ په اختتامي دستوره كښی اعلی عسكري او پولس چارواكو ځوانانو له انعامونه وركړل۔ مشترکه ټرېننګ د پاك پوځ او پوليس ترمينځه د همكارۍ ٬ هم غږۍ او هېواد كښې امن راوستو له د ګډ عزم ښكاره ثبوت دے









