د پاكستان او ايران ترمينځه دوه اړخيزه تجارتي حجم به 10 اربه ډالره ته رسولې شي: جام كمال خان

  اسلام آباد۔4 اګست (اے پی پی) د تجارت وفاقي وزير جام كمال خان وئيلي دي د پاكستان او ايران ترمينځه دوه اړخيزه تجارتي حجم به 10 اربه ډالره ته رسولې شي ، د ورورولۍ دوه اړخيزه اړيكې په پياوړې معاشي همكارۍ بدلول د وخت ضرورت دے۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د نهې په ورځ په مقامي هوټل كښې د ايران د صنعت او تجارت وزير ډاكټر اېم اتابك …

 

اسلام آباد۔4 اګست (اے پی پی) د تجارت وفاقي وزير جام كمال خان وئيلي دي د پاكستان او ايران ترمينځه دوه اړخيزه تجارتي حجم به 10 اربه ډالره ته رسولې شي ، د ورورولۍ دوه اړخيزه اړيكې په پياوړې معاشي همكارۍ بدلول د وخت ضرورت دے۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د نهې په ورځ په مقامي هوټل كښې د ايران د صنعت او تجارت وزير ډاكټر اېم اتابك سره د 10م پاكستان ايران جوائنټ ټرېډ كمېشن غونډې شرېكې مشري كولو په مهال خپلو خبرو كښې وكړه۔ فورم ته خطاب كښې جام كمال خان ووئيل پاک ایران فری ټرېډ اېګریمنټ ته به ډېر زر حتمي شكل وركړے شي او د دواړو هېوادونو ترمينځه به بارټر ټرېډ هم زياتولې شي۔ ده ووئيل د پولييز لاجسټكس ٬ كسټمز او كارګو تګ راتګ لاره كښې ولاړ خنډان به لرې كول وي۔ جام کمال خان ووئيل د دواړو هېوادونو نجي څانګه تجارت لپاره چمتو ده۔ ده ووئيل  د 10م جے ټي سي غونډه به د عمل وړ تګلاره وضعه كولو سره اقتصادي همكاري نوو بامونو ته ورسوي۔ فورم ته خطاب كښې د ايران د تجارت وزير ووئيل مونږ خپلو ګاونډيانو سره په زړه پورې اړيكې او په خاص توګه پاكستان سره دوه اړخيزه تجارت په مثبت ډول مخ په وړاندې بوتلل غواړو او د دې تر نوو بامونو رسولو له عزم لرو۔ ده ووئيل د تجارت او معيشت بهترۍ لپاره به د يو بل تجربو څخه استفاده كوو۔ ډاكټر اېم تابك د كراچۍ او ګودار بندر ځايونو د لارې سيمه ايز تجارت او لاجسټك همكاري زياتولو كښې خوښي هم ښكاره كړه۔ ایراني وزیر هيله څرګنده كړه چې پاک ایران فري ټرېډ اېګریمنټ به زر تر زره ترسره شي۔ ده د بجلۍ تجارت او سيمه ايزې رابطې دواړو هېوادونو لپاره نوې معاشي موقعې وګرځولې