د امريكې صدر  د هېواد د تېلو په كمپنيو د زياتو پیسو ګټلو تور٬  څه اولس ته د ستنولو مشوره

  واشنګټن۔04  اګست (اے پي پي)د امرېكې صدر ډونلډ ټرمپ  د تېلو لويو كمپنيو باندې په اوسنو حالاتو كښې د زياتو پیسو ګټلو تور لګولو سره هغوي له مشوره وركړې  ده چې په دغه كښې څه پېسه اولس ته بېرته ستنول پكار ده۔  د اردو نيوز تر مخه  واشنګټن كښې خبريالانو ته ده د ايكسون او شېورون تذكره كولو سره ووئېل  زه داسې خبرې نه خوښوم  ٬ درې ورځې وړاندې …

 

واشنګټن۔04  اګست (اے پي پي)د امرېكې صدر ډونلډ ټرمپ  د تېلو لويو كمپنيو باندې په اوسنو حالاتو كښې د زياتو پیسو ګټلو تور لګولو سره هغوي له مشوره وركړې  ده چې په دغه كښې څه پېسه اولس ته بېرته ستنول پكار ده۔  د اردو نيوز تر مخه  واشنګټن كښې خبريالانو ته ده د ايكسون او شېورون تذكره كولو سره ووئېل  زه داسې خبرې نه خوښوم  ٬ درې ورځې وړاندې د كمپنيو  دويم درې مياشتيز د ګټې راپور  رامخې ته شوے ؤ  كوم چې ډېر زيات ؤ  ٬ دغسې بل پلو  د ايران جنګ له امله  د تېلو بيعه لوړه شوې ده۔  د صدر ټرمپ تر مخه  شېورون  او ايكسون  موبل ډېره پېسه ګټي ۔ د دې بيان نه پس  د دواړو كمپنيو موقف اغستو  لپاره رابطه وكړې شوه   خو د هغه ځائے نه كوم ځواب تر لاسه نه شو ۔ صدر ټرمپ د دې نه وړاندې هم  اولسي فشار  د كارپورېټ سېكټر خلاف  د وسلې په توګه  كارولو۔  هغه په عمومي توګه په سوشل مېډيا   د خبريالانو د لارې  نېغ په نيغه  كمپنۍ  خپل هدف ګرځوي ۔ پخپل وړومبي دور كښې  هغه د ګاړو  جوړونكو كمپنيو  فشار راوړے ؤ  چې هغوي په امريكا كښې پېداوار  برقرار اوساتي٬ ده د ډيفېنس كنټرېكټرز په خرڅونو هم ټكونه  كړې دي  او په داروګانو جوړونكو كمپنيو يې هم  د بيعو كمولو لپاره فشار راوړے دے۔

مزید خبریں