کراکس۔4اګست (اے پي پي) وینزویلا كښې د جون مياشتې په آٓخر كښې د راغلو دوو لويو زلزلو څخه د مرګونو شمېره د 6 زره نه زياته شوې ده ۔ د اماراتي نیوز ایجنسۍ وام تر مخه د قامي اسمبلۍ صدر جارج روډریګیز ووئېل د تازہ شمېرو تر مخه د زلزلو څخه تر اوسه 6 زره 125 نه د زياتو كسانو د مرګ تصدیق شوے دے۔ د چارواكو وېنا ده په …
وینزویلا كښې د زلزلو څخه د مرګونو شمېره د 6 زره نه زياته شوه

مزید خبریں
کراکس۔4اګست (اے پي پي) وینزویلا كښې د جون مياشتې په آٓخر كښې د راغلو دوو لويو زلزلو څخه د مرګونو شمېره د 6 زره نه زياته شوې ده ۔ د اماراتي نیوز ایجنسۍ وام تر مخه د قامي اسمبلۍ صدر جارج روډریګیز ووئېل د تازہ شمېرو تر مخه د زلزلو څخه تر اوسه 6 زره 125 نه د زياتو كسانو د مرګ تصدیق شوے دے۔ د چارواكو وېنا ده په مرګونو كښې د لا زياتوالي اندېښنه ده ځكه چې د غیر سرکاري اندازو تر مخه 17 زره نه تر 29 زره 500 كسان لا بې دركه دي ۔ جارج روډریګیز ووئېل د مرستې او صفائۍ کارروائۍ روانېي دي او تر اوسه نزدې 3 لاکھ 50 زره ټنه ملبه اخوا كړې شوې ده ، كومه چې د ملګرو ملتونو ترقیاتي پروګرام (UNDP) تر مخه په مجموعي توګه د يوې اندازې مطابق 21 لاکھه ټنه ملبه نزدې 16.5 فیصد جوړېږي ۔یاد دې وي په 24 جون د راغلو 7.2 او 7.5 شدت دوو زلزلو په ګرد هېواد كښې په لويه پیمانه تباهي كړې او قامي هنګامي صورتحال پیدا شوے دے ۔










