د وزيراعظم بهرنيو پاكستانيانو له د اسانيو وركولو وژن يوې برخې په توګه پنجاب کښې د ملکیت ډیجیټل منتقلۍ اسانتیا به اوس هائي كمېشن لندن كښې شتون لري

لندن ۔4 اګست  (اے پی پی) د بهرنیو پاکستانیانو د اسانتیا او د قونصلګرۍ خدماتو پراخولو لپاره د وزيراعظم د وژن د يوې برخې په توګه، په پنجاب کښې د ملکیت ډیجیټل منتقلۍ اسانتیا به اوس نېغ په نېغه په لندن کښې د پاکستان په هائي كمېشن كښې شتون لري۔ اوس به بهرني پاکستانیان د ملکیت منتقلۍ لپاره پاور آف اټارني ٬ كوم درېم فريق يا ايجنټ او يا پاكستان …

لندن ۔4 اګست  (اے پی پی) د بهرنیو پاکستانیانو د اسانتیا او د قونصلګرۍ خدماتو پراخولو لپاره د وزيراعظم د وژن د يوې برخې په توګه، په پنجاب کښې د ملکیت ډیجیټل منتقلۍ اسانتیا به اوس نېغ په نېغه په لندن کښې د پاکستان په هائي كمېشن كښې شتون لري۔ اوس به بهرني پاکستانیان د ملکیت منتقلۍ لپاره پاور آف اټارني ٬ كوم درېم فريق يا ايجنټ او يا پاكستان ته د سفر كولو اړتيا نه لري۔په لندن کښې د پاكستاني هائي كمېشن په اېکس يو بيان كښې وئيلي  مونږ په دې اعلان خوشحالي محسوسوو چې په پنجاب کښې د ملکیت ډیجیټل منتقلۍ اسانتیا اوس نېغ په نېغه په انګلستان کښې پاکستان هائي كمېشن كښې شتون لري۔ اوس به بهرني پاکستانیان د ملکیت منتقلۍ لپاره پاور آف اټارني ٬ كوم درېم فريق يا ايجنټ او يا پاكستان ته د سفر كولو اړتيا نه لري۔ بلخوا په برطانيه كښې مېشته پاكستانيانو دا اقدام خوشبين ګرځولو سره وئيلي چې دې اوس به د جائيداد منتقلۍ عمل له كوم ځنډ پرته په زيات زړه پوري ډول بشپړ كيږي او دا يوه خوندي لاره ده۔ دوئي ووئيل دا يوه نوې او آسانه لاره او په دې كښې هېڅ ډول پېچلتيا نشته۔