اسلام آباد۔3اګست(اے پی پی) د مصنوبه بندۍ ٬ پرمختګ او خاص اقدامات وفاقي وزير پروفېسر احسن اقبال وئيلي دي نن پاكستان د يو نوي سهار په درشل ولاړ دے ٬ يو داسې سهار كوم چې د هيلې ٬ عزم ٬ قامي يووالي او د پرمختګ روښانه امكانات د زيري سره څيره وهي۔ د آزادۍ ورځې 79 مې سالګرې او د پاكستان د مؤسس قائداعظمؒ 150 مې د زېږېدنې ورځ …
د پاكستان نظام ناكامه نه٬ د قامي اصلاحات دور ته داخل شوے ٬ اړان پاكستان قامي سفر د كوم يو ګوند يا حكومت نه بلكې د ټول قام اجتماعي هڅه ده: وفاقي وزير احسن اقبال

مزید خبریں
اسلام آباد۔3اګست(اے پی پی) د مصنوبه بندۍ ٬ پرمختګ او خاص اقدامات وفاقي وزير پروفېسر احسن اقبال وئيلي دي نن پاكستان د يو نوي سهار په درشل ولاړ دے ٬ يو داسې سهار كوم چې د هيلې ٬ عزم ٬ قامي يووالي او د پرمختګ روښانه امكانات د زيري سره څيره وهي۔ د آزادۍ ورځې 79 مې سالګرې او د پاكستان د مؤسس قائداعظمؒ 150 مې د زېږېدنې ورځ په مناسبت سره د ملي نغمې پرانستې دستورې ته خطاب كښې ده ووئيل دا ننۍ دستوره يوازې د قامي نغمې د پرانستې نه ده بلكې دا د يو داسې قامي تحريك پیل دے چې مقصد يۍ د قامي اجتماعي روح ، فکری جهت او د ترقۍ عزم يو وارې بيا بېدارول دي۔ وفاقی وزیر ووئيل د پاكستان فكري بنيادونه د شاعر مشرق حكيم الامت علامه اقبال او د پاكستان د مؤسس قائد اعظم په فكرونو ولاړ دي۔ وفاقي وزير ووئيل زمونږ ځوان كول د اميد مشالونه دي ٬ زمونږ ځوانان كاكروچ نه بلكه د اقبال بازونه دي۔ ده ووئيل ځينې حلقو په كال 2022 كښې د پاكستان په معاشي توګه د دېواليه كېدو او د نظام د ډيفالټ كېدو پشګويۍ كړې وه خو د قوم اجتماعي عزم ٬ حكومتي اقدامات او د اولس مرستې سره پاكستان نه يوازې دا چې په ستونزو قابو وموندلو بلكې بيا د پرمختګ په لاره روان شو۔ ده ووئيل نن بهر هېوادونو كښې مېشته پاكستاني وګړي هم د معاشي بحالۍ او مثبت پېشرفت اعتراف كوي۔ ده ووئيل اړان پاكستان د قامي معاشي بدلون يوه داسې تګلاره ده چې مقصد يۍ پاكستان د 21 مې پېړۍ معيشت سره هم آهنګ كول ٬ د يو ټرېلين ډالر معيشت بنياد اېښودل ٬ برآمدات زياتول ٬ عصري ټېكنالوجۍ ته وده وركول ٬ د توان څانګه كښی په خپلو پښو اودرېدل ،د ډيجيټل معيشت تشكيلول ، د بشري وسائلو مهارتونه زياتول ٬ معیاری تعلیم او صحت، د آبادۍ مؤثر انتظام او د تلپاتي پرمختګ هدفونه سر كول دي۔ ده د دې عزم پخلے وكړو چې د اړان پاكستان قامي سفر د يو ګوند يا حكومت نه بلكې د ټول قام اجتماعي هڅه ده كوم به چې پاكستان يو مضبوط ٬ سوكاله او باوقار رياست پلو مخ په وړاندې روان كړي










