اسلام آباد۔3 اګست(اے پی پی) امنيتي ځواكونو په خېبر پښتونخوا كښې د عزم استحكام وژن لاندې له تېرو دوو مياشتو راهيسې د ترهګرو خلاف مؤثره اتخباراتي بنياد باندې كارروايۍ روانې ساتلې دي ٬ په كومو كښې چې يو شمېر خوارج وژلې شوي دي۔ د امنيتي سرچينو له مخې په شمالي وزيرستان كښې د انټېلي جنس بېسډ كارروائيو په مهال امنيتي ځواكونو د خوارج پټن ځايونه له منځه يوړل ٬ …
د امنيتي ځواكونو خېبر پښتونخوا كښې له دوو مياشتو نه په استخبارتي بنياد كارروايۍ ٬ يو شمېر خارجي ترهګر ووژل شول

مزید خبریں
اسلام آباد۔3 اګست(اے پی پی) امنيتي ځواكونو په خېبر پښتونخوا كښې د عزم استحكام وژن لاندې له تېرو دوو مياشتو راهيسې د ترهګرو خلاف مؤثره اتخباراتي بنياد باندې كارروايۍ روانې ساتلې دي ٬ په كومو كښې چې يو شمېر خوارج وژلې شوي دي۔ د امنيتي سرچينو له مخې په شمالي وزيرستان كښې د انټېلي جنس بېسډ كارروائيو په مهال امنيتي ځواكونو د خوارج پټن ځايونه له منځه يوړل ٬ د شمالي وزيرستان په كھټي كلي سيمه كښې د كارروايۍ په مهال يو شمېر ترهګر ووژل شول ٬ د وژلے شوو ترهګرو پټ ځايونو څخه په لوي مقدار وسله ٬ ګوله بارود او نور سامان برآمد شو۔ د امنيتي سرچينو له مخې د آپرېشن په مهال د فتنة الخوارج يو شمېر ترهګرو د ژوبل كېدو اطلاعات هم ترلاسه شوي دي۔ امنيتي سرچينو وئيلي دي دا خبره باوري كولې شي چې د اولس ځان او مال محفوظ پاتي شي او ځائي آبادۍ ته هېڅ زيان ونه رسي۔ امنيتي ځواكونه به خېبر پښتونخوا كښې تلپاتې امن راوستو او د ترهګرۍ تر بشپړه خاتمې كارروايۍ روانې ساتي










