اسلام آباد۔3 اګست(اے پی پی) وزیراعظم شهباز شريف په هېواد كښې د سرمايه كارۍ او د منځومانې درجې كاروبار ته ودې وركولو له د پرائیوېټ اېكويټي فنډ جوړولو په اړه د تګلارې زر تر زره د وړاندې كولو امر سره وئيلي دي پرائیوېټ اېکویټی فنډ په معيشت كښې سرمايه كاري ٬ كاروبار پراخا كولو او د روزګار موقعې راپېدا كولو كښې د مؤثر محرك كردار ترسره كولې شي۔ د …
د وزيراعظم په مشرۍ كښې د نجي سرمايه كارۍ ودې او تلپاتي معاشي پرمختګ په اړه غونډه٬ د پرائیوېټ اېكويټي فنډ جوړولو تګلاره زر تر زره د وړاندې كولو امر

مزید خبریں
اسلام آباد۔3 اګست(اے پی پی) وزیراعظم شهباز شريف په هېواد كښې د سرمايه كارۍ او د منځومانې درجې كاروبار ته ودې وركولو له د پرائیوېټ اېكويټي فنډ جوړولو په اړه د تګلارې زر تر زره د وړاندې كولو امر سره وئيلي دي پرائیوېټ اېکویټی فنډ په معيشت كښې سرمايه كاري ٬ كاروبار پراخا كولو او د روزګار موقعې راپېدا كولو كښې د مؤثر محرك كردار ترسره كولې شي۔ د وزيراعظم شهباز شريف په مشرۍ كښې د نجي سرمايه كارۍ ودې او تلپاتي معاشي پرمختګ په اړه غونډ وشوه۔ د وزیراعظم آفس میډیا ونګ لخوا د جاري شوي بيان له مخې وزيراعظم په هېواد كښې سرمايه كارۍ او د منځومانې درجې كاروبار ته ودې وركولو له د پرائیوېټ اېكويټي فنډ جوړولو په اړه د تګلارې زر تر زره وړاندې كولو امر سره ووئيل هېواد كښې دې د پبلک اېكویټی مارکیټ او پرائیوېټ اېکویټی فنډ ته ودې وركولو له پشپړه تګلاره په جوړولو زر تر زره وړاندې كړې شي دغسې چې هېواد كښې سرمايه كارۍ لپاره فنډز ترلاسه شي او د غېر ملكي سرمايه كارۍ لاره هواره شي۔ ده ووئيل د هېواد معاشي پرمختګ لپاره نجي سرمايه كارۍ ته وده وركول ضروري ده ۔ ده ووئيل پرائیویټ اېکویټی فنډ په معيشت كښې سرمايه كاري ٬ كاروبار پراخا كولو او د روزګار موقعې راپېدا كولو كښې د مؤثر محرك كردار ترسره كولې شي۔ وزیراعظم ووئيل حكومت داسې اقدامات ته خاص پاملرنه كوي كوم چې د نجي څانګې په قيادت كښې سرمايه كارۍ ٬ صنعت او برآمدات ته د ودې وركولو د لارې د پاكستان معيشت په مضبوطو او تلپاتې بنيادونو اودروي۔ په غونډه كښې نائب وزيراعظم/ خارجه وزير سېنېټر اسحاق ډار ٬ د خزانې وزير مملكت بلال اظهر كياني ٬ خاص مرستيال هارون اختر او د اړوندو ادارو اعلی چارواكو ګډون وكړو










