اسلام آباد۔3 اګست(اے پی پی) د قومی پېغامِ امن كمېټۍ په پلېټ فارم د ټولو مكاتب فكر نمائندګي كوونكو علماﺀ كرامو او مشائخو په سوات كښې د ترسره شوي ځانمرګي بريد سختې غندنې كولو سره دا د اسلامي تعليمات خلاف يو ناوړه فعل ګرځولے دے۔ كمېټۍ په خپل شريك بيان كښې په پېښه د ژور غم درد څرګندونې كولو سره شهيدانو لپاره د لوړو درجو ٬ ژوبل شوو له …
قومي پېغام امن كمېټۍ د سوات ځانمرګې بريد غندنه وكړه ٬ د ترهګرۍ خلاف د متفقه دريځ پخلے

مزید خبریں
اسلام آباد۔3 اګست(اے پی پی) د قومی پېغامِ امن كمېټۍ په پلېټ فارم د ټولو مكاتب فكر نمائندګي كوونكو علماﺀ كرامو او مشائخو په سوات كښې د ترسره شوي ځانمرګي بريد سختې غندنې كولو سره دا د اسلامي تعليمات خلاف يو ناوړه فعل ګرځولے دے۔ كمېټۍ په خپل شريك بيان كښې په پېښه د ژور غم درد څرګندونې كولو سره شهيدانو لپاره د لوړو درجو ٬ ژوبل شوو له د زر روغتيا او غمجنيو كورنيو له د صبر او زغم دعا وكړه۔ دا ګډ بيان حافظ طاهر محمود اشرفی، مفتی عبدالرحیم، علامه عارف واحدي ، علامہ سید ضیاء اے شاہ بخاري ، د اسلامي نظرياتي كونسل چیئرمېن ډاکټر راغب حسین نعیمي ، پیر نقیب الرحمن، ډاکټر آصف میر، مفتی اېم کریم خان، علامه توفیق عباس، علامه حسېن اکبر، مولانا مفتي نعمان نعیم، مولانا حافظ مقبول احمد، مولانا زبیر فهیم، مولانا مفتی عبداللطیف، مولانا یوسف کشمیری، مولانا زاهد منصور، مولانا انوار الحق او مولانا حافظ اېم طارق محمود په شريكه جاري كړو۔ په خپل ګډ بيان كښې علماﺀ كرامو په دې خبره زور راوړو چې اسلام د امن ٬ اعتدال او رحمت دين دے۔ دوئي ووئيل ځانمرګې بريدونه ٬ ترهګري او بې ګناه وګړي وژل د اسلامي شريعت له مخې په قطعي توګه حرام دي۔ قومی پیغامِ امن كمېټۍ د ترهګرۍ ختمولو او امن له د پاك پوځ ٬ خېبر پښتونخوا پوليس ٬ قانون نافذ كوونكو او د سلامتيا نورو ادارو افسرانو او اهلكارو قربانيو ته پېرزوئنې وړاندې كړې۔ دوئي شهيدانو لپاره د لوړو درجو٬ ژوبل شوو له د زر روغتيا او غمجنيو كورنيو له د صبر او زغم دعا وكړه










