اسلام آباد 03 اګست(اے پی پی) د وزيراعظم د پوليو مخ نيوي پروګرام فوكل پرسن عائشه رضا فاروق په مشرۍ كښې نېشنل ايمرجنسي آپريشنز سينټر(اين اي او سي)كښې د قامي پوليو مينجمنټ ډلې غونډه وشوه چې پكښې د قامي او صوبائي ايمرجنسي آپريشنز سينټرز كوآرډينيټرز پشمول اعلٰی چارواكو ګډون وكړو۔په غونډه كښې د پاكستان څخه د پوليو خاتمې لپاره تراوسه د شوي پېشرفت تفصيلي جاج واغستلے شو او د …
د وزيراعظم د پوليو مخ نيوي فوكل پرسن عائشه رضا فاروق په مشرۍ كښې د پوليو مينجمنټ ډلې غونډه
اسلام آباد 03 اګست(اے پی پی) د وزيراعظم د پوليو مخ نيوي پروګرام فوكل پرسن عائشه رضا فاروق په مشرۍ كښې نېشنل ايمرجنسي آپريشنز سينټر(اين اي او سي)كښې د قامي پوليو مينجمنټ ډلې غونډه وشوه چې پكښې د قامي او صوبائي ايمرجنسي آپريشنز سينټرز كوآرډينيټرز پشمول اعلٰی چارواكو ګډون وكړو۔په غونډه كښې د پاكستان څخه د پوليو خاتمې لپاره تراوسه د شوي پېشرفت تفصيلي جاج واغستلے شو او د پوليو بشپړه خاتمې پلو پېشرفت لا تندولو لپاره مربوط٬موثر او په ټاكلې موده اډانه اقدامات ته اتفاق راغلو ۔په دې موقع په راتلونكې تګلاره ٬ترجيحات او هائي رسك سيمو كښې د بوليو مخ نيوي هلې ځلې لا موثره او تندولو په اړه هم تفصيلي غور وشو۔غونډې ته خطاب كښې د وزيراعظم د پوليو مخ نيوي فوكل پرسن عائشه رضا فاروق ووئېل د پاكستان حكومت د پوليو بشپړه خاتمې لپاره عزم لري او دې قامي مقصد ترلاسه كولو لپاره ټولې اړوندې ادارې په زړه پورې ډول كار كوي۔ده ووئيل د پوليو په ضد روان كمپائن كښې ترلاسه شوے پېشرفت د ډاډ وړ دے ٬خو منزل اوس هم لا لرې دے او د كاميابۍ لپاره پرله پسې محنت٬موثر څارنه او اجتماعي هڅې ضروري دي۔د غونډې په اختتام د پوليو خاتمې هڅې لا تندولو او د راتلونكو كمپائنز كاميابۍ لپاره د ټولو اړوند ادارو ترمينځه د نزدې مرستې روانې ساتلو ل ه د عزم پخلے وشو۔










