اسلام آباد۔03 اګست (اے پي پي) وفاقي حکومت د بشري وسائلو انتظام جدید جوړولو او په کاغذي ریکارډ انحصار کمولو لپاره د څلورو آکوپیشنل ګروپس څخه تعلق لرونكو د وفاقي سول سرونټس نزدې 75 فیصد سروس ریکارډ ډیجیټلائز کړے دے ۔ ویلتھ پاکستان ته د تر لاسه او د سینیټ د كابينه كمېټۍ ته په کابینه سیکریټریټ كښې د وړاندې كړي سرکاري دستاویزات تر مخه د اسټیبلشمنټ ډویژن هیومن …
د وفاقي سرکاري ملازمانو 75 فیصد سروس ریکارډ ډیجیټلائز كړے شو
اسلام آباد۔03 اګست (اے پي پي) وفاقي حکومت د بشري وسائلو انتظام جدید جوړولو او په کاغذي ریکارډ انحصار کمولو لپاره د څلورو آکوپیشنل ګروپس څخه تعلق لرونكو د وفاقي سول سرونټس نزدې 75 فیصد سروس ریکارډ ډیجیټلائز کړے دے ۔ ویلتھ پاکستان ته د تر لاسه او د سینیټ د كابينه كمېټۍ ته په کابینه سیکریټریټ كښې د وړاندې كړي سرکاري دستاویزات تر مخه د اسټیبلشمنټ ډویژن هیومن ریسورس مینجمنټ انفارمیشن سسټم (ایچ آر ایم آئي ایس) نفاذ د لارې په دې لړ كښې ښكاره پیشرفت کړے دے ۔دستاویزات تر مخه ایچ آر ایم آئي ایس يو مرکزي ډیجیټل پلیټ فارم دے ، په كوم چې د پاکستان ایډمنسټریټو سروس (پي اے ایس)، پولیس سروس آف پاکستان (پي ایس پي )، آفس مینجمنټ ګروپ (او ایم جي ) او د سیکریټریټ ګروپ (ایس جي) څخه تعلق لرونكو افسرانو سروس ریکارډ محفوظ کړے كېږي ۔ د بریفنگ ترمخه نزدې د 75 فیصد سروس ریکارډ ډیټا د وړاندې نه ایچ آر ایم آئي ایس كښې شامله كړې شوې او پاتي ریکارډ په ترجیحي بنیادونو ډیجیټلائز کیېږي۔دستاویزات كښې وئېلي شوي دي اسټیبلشمنټ ډویژن د ریکارډ تصدیق، سمونې او د تکمیل لپاره هم جامع د كر كتنې عمل هم روان ساتلے دے ٬ دغسې چې په نظام كښې موجود ټول معلومات مستند، مکمل او سم وي ۔ډیجیټل پلیټ فارم كښې د چارواكو ذاتي معلومات، تقررۍ، ترقي، سنیارټي، تعلیمي قابلیت، تربیتي ریکارډ، د رخصتۍ تفصیلات، پرفارمنس ایویلیوایشن رپورټس (پی اي آرز) او نور د سروس په اړه معلومات شامل دي ۔چارواكو ته د خپل ریکارډ جاج اغستو او د ضروري تصحیح لپاره د درخواستونو جمع کولو سهولت هم وركړے شوے ، كوم به چې د تصدیق نه پس د نظام برخه جوړولې شي ۔












