اسلام آباد۔03اګست(اے پي پي) هائر ایجوکیشن کمیشن (ایچ اي سي) په سري لنکا انسټي ټیوټ آف انفارمیشن ټیکنالوجي (ایس ایل آئي آئي ټي) كښې د ستمبر/اکتوبر 2026 تعلیمي سیشن لپاره د يو انډرګریجویټ سکالرشپ اعلانولو سره د جوګه پاکستانو طلبه څخه درخواستونه غوښتي دي۔ د ایچ اي سي تر مخه سکالرشپ په سري لنکا كښې د اعلیٰ تعلیم خوښي لرونكو پاکستانو طلبه لپاره وركړے كېږي۔ خوښي لرونكې د ټاكلي …
ایچ اي سي په سري لنکا انسټي ټیوټ آف انفارمیشن ټیکنالوجي كښې د ستمبر/اکتوبر 2026 تعلیمي سیشن لپاره د انډرګریجویټ سکالرشپ اعلان
اسلام آباد۔03اګست(اے پي پي) هائر ایجوکیشن کمیشن (ایچ اي سي) په سري لنکا انسټي ټیوټ آف انفارمیشن ټیکنالوجي (ایس ایل آئي آئي ټي) كښې د ستمبر/اکتوبر 2026 تعلیمي سیشن لپاره د يو انډرګریجویټ سکالرشپ اعلانولو سره د جوګه پاکستانو طلبه څخه درخواستونه غوښتي دي۔ د ایچ اي سي تر مخه سکالرشپ په سري لنکا كښې د اعلیٰ تعلیم خوښي لرونكو پاکستانو طلبه لپاره وركړے كېږي۔ خوښي لرونكې د ټاكلي طریقه کار تر مخه درخواست جمع کولې شي ٬ دغسې د اهلیت، درخواست وركولو طریقه کار او د نورو شرائطو و ضابطو تفصیلات د ایچ اي سي په ویب پاڼه موجود دي ۔ ایچ اي سي واضحه كړې ده د سکالرشپ نه علاوہ د استوګنې، خوراك، فضائي سفر، ورځني خرڅونه، طبي بیمه ، ویزا، د ویزا تجدید او نور ذاتي خرڅونه به طلبه پخپله برداشت كوي ۔












