كشميري  اولس د خپل جمهوري حق په كارولو د استحكام ٬ پرمختګ او سوكالۍ په حق كښې پرېكړه وكړه: ډاكټر طارق فضل چوهدري

  اسلام آباد۔03 اګست (اے پی پی) د پارليماني چارو وفاقي وزير ډاكټر طارق فضل چوهدري وئيلي دي د آزاد جموں و کشمیر په ټاكنو كښې په مسلم ليګ د باور په څرګندونه د كشمير د غېرتي اولس او د كشمير د مهاجرينو د زړه له كومي مننه كوم۔ هغوي د خپل جمهوري حق په كارولو د استحكام ٬ پرمختګ او سوكالۍ په حق كښې پرېكړه وكړه۔ د ګل په …

 

اسلام آباد۔03 اګست (اے پی پی) د پارليماني چارو وفاقي وزير ډاكټر طارق فضل چوهدري وئيلي دي د آزاد جموں و کشمیر په ټاكنو كښې په مسلم ليګ د باور په څرګندونه د كشمير د غېرتي اولس او د كشمير د مهاجرينو د زړه له كومي مننه كوم۔ هغوي د خپل جمهوري حق په كارولو د استحكام ٬ پرمختګ او سوكالۍ په حق كښې پرېكړه وكړه۔ د ګل په ورځ د سماجي رابطې په وېب پاڼه اېكس خپل بيان كښې وفاقي وزير ووئيل دا كاميابي د اولس د هغه باور څرګندونه ده كوم چې هغوي د قائد نواز شريف په مشرتابه ٬ د مسلم ليګ ن په اولسي خذمت او د پرمختګ په وژن وكړو٬ كشميري  اولس د جمهوري حق په كارولو  د استحكام ٬ پرمختګ او سوكالۍ په حق كښې پرېكړه وكړه۔ ده ووئيل د مسلم ليګ ن ټولو ټاكلے شوو استازو ٬ كاركنانو او عهدېدارو له په دې كاميابۍ مباركي وركوم۔ ده ووئيل كه پاك پروردګار ته منظور وي مسلم ليګ ن به د آزاد كشمير د اولس د هيلو له مخې پرمختيائي عمل لا مضبوطولو له خپل ټول صلاحيتونه كاروي۔ وفاقي وزير د كشمير امن ٬ سوكالۍ او استحكام لپاره دعا هم وكړه