وزيراعظم د سوات كبل سيمه كښې ځانمرګې بريد غندلو سره  د قيمتي ځانونو په زيان د ژور غم او افسوس څرګندونه وكړه

لاهور۔2اګست(اے پی پی) وزيراعظم شهباز شريف د سوات په كبل سيمه كښې ځانمرګې بريد غندلو سره  د قيمتي ځانونو په زيان د ژور غم دړد او افسوس څرګندونه كړې ده۔ د اتوار په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري شوي بيان له مخې وزيراعظم په چاؤدنه كښې د شهيد شوو كسانو كورنيو سره غمرازي ښكاره كړه۔ وزيراعظم شهيدان لپاره د لوړو درجو ٬ غمجنيو كورنيو له د …

لاهور۔2اګست(اے پی پی) وزيراعظم شهباز شريف د سوات په كبل سيمه كښې ځانمرګې بريد غندلو سره  د قيمتي ځانونو په زيان د ژور غم دړد او افسوس څرګندونه كړې ده۔ د اتوار په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري شوي بيان له مخې وزيراعظم په چاؤدنه كښې د شهيد شوو كسانو كورنيو سره غمرازي ښكاره كړه۔ وزيراعظم شهيدان لپاره د لوړو درجو ٬ غمجنيو كورنيو له د صبر او زغم او ژوبل شوو له د زر روغتيا دعا وكړه۔ وزيراعظم اړوندو چارواكو ته ژوبل شوو لپاره د غوره طبي آسانييو برابرولو هدايت وكړو۔ وزيراعظم ووئيل د ترهګرۍ ناسور تر ختمولو به زمونږ ستړې روانې وي۔