اسلام آباد۔2 اګست (اے پی پی) وفاقی وزيرانو رانا ثناء اللہ او انجینئر امیر مقام وئيلي دي په دويم پړاؤ كښې په آزاد كشمير كښې ټاكنې په سولييز ډول ترسره شوے، معمولي تكرار ته په لنډ مهاله اولس مشر د وژونكي بريد رنګ وركولو هڅه وكړې شوه ٬ مشتاق شاه ووټ اچولو له راغلے و هغه د د زړه دورې له امله په حق ورسېد۔ سندھ څخه د قومي اسمبلۍ …
آزاد كشميركښې ټاكنې په سولييز ډول ترسره شوې ٬ معمولي تكرار ته په لنډ مهاله صدر د وژونكي بريد رنګ وركولو هڅه وكړې شوه ٬ مشتاق شاه د زړه دورې له امله په حق ورسېد: د وفاقي وزيرانو خبري كنفرنس

مزید خبریں
اسلام آباد۔2 اګست (اے پی پی) وفاقی وزيرانو رانا ثناء اللہ او انجینئر امیر مقام وئيلي دي په دويم پړاؤ كښې په آزاد كشمير كښې ټاكنې په سولييز ډول ترسره شوے، معمولي تكرار ته په لنډ مهاله اولس مشر د وژونكي بريد رنګ وركولو هڅه وكړې شوه ٬ مشتاق شاه ووټ اچولو له راغلے و هغه د د زړه دورې له امله په حق ورسېد۔ سندھ څخه د قومي اسمبلۍ غړے سندھ پوليس سره په بېلو پولنګ سټېشونو اثرانداز كېدو٬ دغلته ځائي كسانو مزاحمت وكړو ٬ د هغه ګارډز ډزې وكړې ٬ ددې په جواب كښې ځائي خلكو هم ډزې وكړې٬ د هغه د ژوبل كېدو تصديق نه دے شوے۔ بلاول بھټو زرداري مس ګائيډ كړے شوے دے۔ د اتوار په ورځ خبري كنفرنس ته خطاب كښې د وزيراعظم سلاكار رانا ثنا ووئيل په آزاد كشمير كښې د ټاكنو دويم پړاؤ ترسره شوے دے٬ د پولنګ په وخت كښې د يو ساعت اضافه وكړې شوه۔ د تازه ترين اطلاع له مخې په ټولو پولنګ سټېشنونو د شمېرې عمل روان دے۔ له بده مرغه يو جمهوري ګوند كوم چې ميثاق جمهوريت هم لاس ليك كړے سهار 10 بجو څخه د ټګۍ تورونه لګول پېل كړل۔ هغه پرله پسې د دې فرياد كوي۔ مونږ په قصد سره ځواب ورنكړو۔ اول يۍ په 13 چوكو د ټګۍ خبره وكړه ٬ بيا په 4 او آخر كښې 2 ته راغلو۔ ده ووئيل مشتاق نومې وګړے په حق ورسېد٬ دا د پي پي پي كاركن نه و ٬ خپلو كښې د جګړې په مهال د خوريي ټېلې سره پرېوتو۔ د ده د كورنۍ له مخې هغه ته كورته راتلو څخه وروستو هارټ اتېك وشو او دوئي د وژنې تور ولګولو۔ ده ووئيل بلاول بھټو زمونږ اتحادي لارښود دے هغه ته ناسمې خبرې ورسولې شوې۔ ده وئيل په اېل اے 31 كھاوړه كښې اېم اېن اے صلاح الدين جونېجو سره د سندھ پوليس كمانډو ډلې وې۔ دوئي پولنګ سټېشن ته ننوتل۔ خلكو سره يۍ د زور زياتي كولو هڅه وكړه۔ په درېم پولنګ سټېشن خلكو مزاحمت وكړو او دده ګارډز ډزې وكړې۔ د دې په ځواب كښې بل اړخ څخه هم ډزې وشوې۔ د ده د ژوبل كېدو غېر مصدقه خبرې روانې دي۔ بلاول دې د دې نوټس واخلي ٬ مونږ خپل اېم اېن اېز پولنګ كېمپ څخه وړاندې تللو څخه منع كړي وو۔ ده ووئيل ټرن آوټ نزدې 50 فیصد پاتے شو۔ امير مقام ووئيل په آزادکشمیر كښې حكومت د پي پي پي دے ٬ هغه په مونږ تور څنګه لګولې شي۔ د دوئي د ټګۍ په تورونو كښې هېڅ صداقت نشته ، مونږ پي پي پي سره مذاكرات وكړل ٬ هغوي خپل تحفظات وړاندې كړل۔ مونږ سياسي خلك يوو مونږ خبرې وكړې ۔ په دويم پړاؤ كښې د ووټنګ عمل په سپېځلي ډول ترسره شوے دے۔









