پېنډۍ ۔2 اګست(اے پی پی) ډي جي آئي اېس پي آر په سمر انټرن شپ 2026 كښې زده كوونكو هلكانو او انجونو سره د خصوصي سېشن په مهال په قومي سلامتيا ٬ ترهګرۍ او د سوشل ميډيا په مسؤولانه استعمال تفصيلي خبرې وكړې۔ آئی اېس پی آر سمرانټرن شپ 2026 كښې د ګرد پاكستان په 21 بېلو سټېشنونو 6 زره څخه زيات زده كوونكي ګډون كوي۔ ډی جی آئی اېس …
د ډي جي آئي اېس پي آر په سمر انټرن شپ كښې زده كوونكو سره خصوصي سېشن
پېنډۍ ۔2 اګست(اے پی پی) ډي جي آئي اېس پي آر په سمر انټرن شپ 2026 كښې زده كوونكو هلكانو او انجونو سره د خصوصي سېشن په مهال په قومي سلامتيا ٬ ترهګرۍ او د سوشل ميډيا په مسؤولانه استعمال تفصيلي خبرې وكړې۔ آئی اېس پی آر سمرانټرن شپ 2026 كښې د ګرد پاكستان په 21 بېلو سټېشنونو 6 زره څخه زيات زده كوونكي ګډون كوي۔ ډی جی آئی اېس پی آر د خصوصي سېشن په مهال د زده كوونكو د پوښتنو مدلل او تفصيلي ځوابونه وركړل۔ په انټرن شپ كښې د ګډون كوونكو زده كوونكووېنا وه چې مس انفارمېشن، ډس انفارمېشن، پروپېګنډا او غېر مصدقه خبرونو حوالې سره مؤثره لارښودنه وكړې شوه۔ د ډي جي آئي اېس پي آر بشپړه او معلوماتي خبرو قومي سلامتيا سره اړوندې غلط فهمۍ او ابهام لرې كړو۔ ګډون كونكو ووئيل چې د آزاد كشمير په صورتحال ٬ هندي پروپېګنډې او د پاكستان په دريځ بشپړ بريفنګ د زمكيز حقائقو په ادارك كښې مرسته وكړه۔ د فتنة الهندوستان او فتنة الخوارج په اړه د ډي جي آئي اېس پي آر په حقائق اډانه دريځ ټول ابهام ختم كړو۔ د سمرانټرن شپ 2026 ګډون كونكو سمو معلومات ته د ودې وركولو او د هېواد دښمنه پروپېګنډې مؤثره مبارزې كولو عزم پخلے وكړو۔










