د اولس خذمت او د هېواد پرمختګ د مسلم ليګ نون هدف دے ، د كشمير ټاكنو كښې به ښكاره بريا ترلاسه كړي: وفاقي وزير عطاﺀ تارړ

لاهور۔1اګست  (اے پی پی)د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير عطا تارړ وئيلي دي د خلکو خدمت او د هېواد پرمختګ د مسلم لیګ (ن) هدف دے، د ګوند هر دور پرمختګ او د خلکو د خېر ښېګړې منصوبو څخه عبارت پاتے شوے دے٬ وزیراعظم شهباز شریف په کشمیر کښې د دانش سکول په ګډون لویې پروژې پیل کړې٬ مسلم ليګ نون تل كشمير كاز او د كشمير اولس حقونو له …

لاهور۔1اګست  (اے پی پی)د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير عطا تارړ وئيلي دي د خلکو خدمت او د هېواد پرمختګ د مسلم لیګ (ن) هدف دے، د ګوند هر دور پرمختګ او د خلکو د خېر ښېګړې منصوبو څخه عبارت پاتے شوے دے٬ وزیراعظم شهباز شریف په کشمیر کښې د دانش سکول په ګډون لویې پروژې پیل کړې٬ مسلم ليګ نون تل كشمير كاز او د كشمير اولس حقونو له په هر قومي او نړيوال فورم غږ پورته كړو۔ د خالي په ورځ دلته يوې دستورې ته خطاب كښې ده ووئيل د کشمیر په ټاکنو کښې د مسلم لیګ (ن) كارمندانو زيات فعال رول ولوبولو۔ ده وئيل د پروردګار په فضل د نون ليګ هر كاركن د نواز شريف په قيادت بشپړ باور لري۔ د كشمير په ټاكنو كښې كارمندان شپه او ورځ خواري كولو سره ووټران متحرك كړل۔ ده ووئيل د مهاجر نشستونو حوالې سره ټكونه كوونكي دې دا خبره ياده وساتي چې دلته د آباد كشميري وګړو پلارانو نيكونو د كشمير كاز لپاره ځانګړې قربانۍ وركړې دي او هغوي ته بايد پېرزوئنې وړاندې كړې شي۔ ده ووئيل د ټاكنو په اولني پړاؤ كښې مسلم ليګ نون ښكاره بريا ترلاسه كره او د ټاكنو موجوده چاپېريال هم د ګوند په حق كښې په نظر راځي۔ وفاقي وزير ووئيل مسلم لیګ (ن) تل كشمير كاز لپاره غږ پورته كړے دے٬ نواز شريف د ملګرو ملتونو په شمولو په هر نړيوال فورم دكشميري وګړو په حق كښې مؤثر غږ پورته كړو او وزیراعظم شهباز شریف په ملګرو ملتونو كښې خپل خطاب كښې  برهان واني شهيد ذكر وكړو او د كشميري اولس د خپلواكۍ حق مقدمه يۍ وړاندې كړه۔ ده ووئيل د مقبوضه كشمير خلك نن هم پاكستان سره د خپلې مينې څرګندونه كوي۔ د پاكستان بېرغ كښی خاورو ته سپارل كېدل خپل اعزاز ګڼي۔ وفاقي وزير ووئيل سياست كول د هر سياسي ګوند حق دے ٬ هغه دې خپل منشور وړاندے كړي۔ آيا هغوي هغه منشور لري په كوم كښی چې هغوي په تعمير او پرمختګ كښې د مسلم ليګ نون مقابله وكړي؟ ده وئيل په ټاكنو كښې د مهاجرينو نشستونه وي يا د جمو وكشمير كه پروردګار ته منظور وي د مسلم ليګ نون ښكاره بريا به رامخې ته شي۔ ده د ټاكنو په ورځ په مؤثر انتظاماتو كولو د ټولو غړو او كارمندانو مننه وكړه۔