اسلام آباد۔1 اګست (اے پی پی) د خارجه دفتر وياند طاهر حسېن اندرابي وئيلي دي پاكستان د هند په غېر قانوني توګه قبضه كړې شوي جمو وكشمير او د هند دننه د پېلټ ګنز كارول كېدو په سختو ټكو غندنه كوي، په جمو و کشمیر كښې كال 2016 څخه تر 2018 په خاص توګه پېلټ ګنز په لويه كچه وكارولې شو او په ځينې صورتونو كښې اوس هم دا كارول …
پاکستان په مقبوضه كشمير او هند كښې د پېلټ ګنز كارولو په سختو ټكو غندنه كوي: طاهر حسېن اندرابي

مزید خبریں
اسلام آباد۔1 اګست (اے پی پی) د خارجه دفتر وياند طاهر حسېن اندرابي وئيلي دي پاكستان د هند په غېر قانوني توګه قبضه كړې شوي جمو وكشمير او د هند دننه د پېلټ ګنز كارول كېدو په سختو ټكو غندنه كوي، په جمو و کشمیر كښې كال 2016 څخه تر 2018 په خاص توګه پېلټ ګنز په لويه كچه وكارولې شو او په ځينې صورتونو كښې اوس هم دا كارول كيږي۔ دا اقدام په نړيواله كچه رامخې ته كړې شو او ددې سخته غندنه وكړې شوه۔ د خالي په ورځ د خارجه دفتر وياند ووئيل اېمنسټی انټرنېشنل په يو مهم رپورټ كښې وئيلې وو چې د پېلټ ګنز كارولو په نتيجه كښې ګڼ شمېر كسان بصارت څخه محروم شوي دي ٬ دا په حقيقت اډانه لرونكے يو داسے ريكارډ دے كوم چې د تاريخ برخه جوړ شوے دے۔ ده زياته كړه چې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو كمشنر د كال 2018 او 2019 په رپورټس كښې هم دې معاملې ته دستاوېزي شكل وركړے دے۔ ده ووئيل د پېلټ ګنز كارول كه په جمو وكشمير كښې وي يا خپله د هند دننه دا يو كركجن عمل دے او پاكستان ددې بشپړه غندنه كوي۔ ده ووئيل د ملګرو ملتونو د شهري او سياسي حقونو نړيوال كنونشن كښې هم دې خبرې ته پام وګرځولے شو چې هجوم منتشر كولو له د پلېټ ګنز په څير مهلك هتھيار كارول تر كوم حد مشروع ګرځول كېدې شي۔ ده وويل هند پیلټ ګنز په هجوم قابو موندلو لپاره د يوې ذريعې په توګه وكارولو بياهم په دې اړه شوې پېشرفت ٬ نړيوال راپورونه او د بشري حقونو دستاوېزات په ريكارډ موجود دي۔










