وزيراعظم په رزمك سيمه كښې د فتنة الخوارج ترهګرو خلاف په كاميابه كارروايۍ امنيتي ځواكونو ته پېرزوئنې وړاندې كړې

لاهور۔1اګست(اے پی پی) وزيراعظم شهباز شريف د شمالي وزيرستان په رزمك سيمه كښې د فتنة الخوارج ترهګرو خلاف په كاميابه كارروايۍ امنيتي ځواكونو ته پېرزوئنې وړاندې كړي دي۔ د وزیر اعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د خالي په ورځ د جاري شوي بيان له مخې وزيراعظم په آپرېشن كښې د فتنة الخوارج د 5 ترهګرو په وژلو د امنيتي ځواكونو ستائنه وكړه۔ وزیراعظم د آپرېشن په مهال بهادرۍ سره د …

لاهور۔1اګست(اے پی پی) وزيراعظم شهباز شريف د شمالي وزيرستان په رزمك سيمه كښې د فتنة الخوارج ترهګرو خلاف په كاميابه كارروايۍ امنيتي ځواكونو ته پېرزوئنې وړاندې كړي دي۔ د وزیر اعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د خالي په ورځ د جاري شوي بيان له مخې وزيراعظم په آپرېشن كښې د فتنة الخوارج د 5 ترهګرو په وژلو د امنيتي ځواكونو ستائنه وكړه۔ وزیراعظم د آپرېشن په مهال بهادرۍ سره د مقابلې كولو په مهال د شهادت درناوې ترلاسه كوونكي مېجر حافظ احسان الهي ته پېرزوئنې وړاندې كولو سره هغه لپاره د لوړو درجو او غمجنې كورنۍ له د صبر او زغم دعا وكړه۔ وزیراعظم ووئيل د’’ عزم استحکام ‘‘ وژن له مخې د ترهګرۍ خلاف امنيتي ځواكونه په زړه پورې كاميابۍ ترلاسه كوي۔ ده ووئيل هېواد څخه د هر ډول ترهګرۍ بشپړه خاتمې عزم لرو۔