د وزيراعظم شهباز شريف د ملك اقبال چنړ په مرينه د افسوس څرګندونه

لاهور ۔1 اګست  (اے پی پی) وزيراعظم شهباز شريف د قومي اسمبلۍ غړي ملك اقبال چنړ په مړينه د غم دړد او افسوس څرګندونه كړی ده۔ د خالي په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا جاري شوي پېغام له مخې د غمرازۍ خپل پېغام كښی وزیر اعظم د ارواښاد سماجي او اولسي خدمتونو ته پیرزوئنې وړاندې كولو سره وويل ملك اقبال چنړ يو مخلص اولسي لارښود ٬ د پاكستان …

لاهور ۔1 اګست  (اے پی پی) وزيراعظم شهباز شريف د قومي اسمبلۍ غړي ملك اقبال چنړ په مړينه د غم دړد او افسوس څرګندونه كړی ده۔ د خالي په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا جاري شوي پېغام له مخې د غمرازۍ خپل پېغام كښی وزیر اعظم د ارواښاد سماجي او اولسي خدمتونو ته پیرزوئنې وړاندې كولو سره وويل ملك اقبال چنړ يو مخلص اولسي لارښود ٬ د پاكستان مسلم ليګ نون يو نظرياتي غړے او د ستر لارښود نواز شريف ريښتنے او وفادار ملګرے و۔ ماته په ذاتي توګه په پنجاب كښې خپله كابينه كښې هغه سره د كار كولو موقع ترلاسه شوه۔ وزیراعظم د ارواښاد فرزند ملک ظهیر اقبال چنړ او غمجنې كورنۍ سره غمرازي كولو سره ووئيل ارواښاد تل خلوص ٬ ديانتدارۍ او د اولسي خذمت جذبې سره خپلې ذمه وارۍ ترسره كړې۔ ده هغه وفادارۍ ٬ خدمتونو او تړون ته به تل د قدر په سترګه كتلې شي۔ ده دعا وكړه چې پاك پروردګار دے ارواښاد له د خپل رحم په پلو كښ ځاې او غمجنې كورنۍ له د صبر او زغم توفيق وركړي۔