د اسرائيل پوځي اډه كښې بغاوت٬ 100 پوځيانو وسله پرېښوده وتخښتېدل

  مقبوضه بېت المقدس۔ 31 جولائي (اے پي پي) د اسرائيل عسكري اډه سدي تيمان كښې رامخې ته شوې غېر معمولي پیښه كښې " كيواتي" بريګېډ څخه تعلق لرونكو  نزدې 100 پوځيانو  چې پكښې د "تصابار" بټالين جنګيالي  او سر تېرې هم شامل دي ٬ د بټالين كمانډر سره  د شخړې نه بس  خپله وسله  پرېښې او تخښتېدلې دي۔  د اطلاعات مركز راپور  كښې د اسرائېلي پوځ تر مخه وئېلي …

 

مقبوضه بېت المقدس۔ 31 جولائي (اے پي پي) د اسرائيل عسكري اډه سدي تيمان كښې رامخې ته شوې غېر معمولي پیښه كښې ” كيواتي” بريګېډ څخه تعلق لرونكو  نزدې 100 پوځيانو  چې پكښې د “تصابار” بټالين جنګيالي  او سر تېرې هم شامل دي ٬ د بټالين كمانډر سره  د شخړې نه بس  خپله وسله  پرېښې او تخښتېدلې دي۔  د اطلاعات مركز راپور  كښې د اسرائېلي پوځ تر مخه وئېلي دي  د پوځيانو دغسې اډه پرېښودل او تللو په نتيجه كښې  دا بټالين په عملي توګه د جنګي چمتوالي نه بهر شوے دے  هر څو چې هغوي په راروانو ورځو كښې غزه كښې د پوځي كاروائيو كښې د برخې اغستو لپاره چمتوالے نيولو۔د اسرائيل پوځ  يو بيان كښې  تصديق كړے  چې د يو جنګي بټالين څه  عسكر د خپلو قومندانانو د اجازې نه غېر عسكري اډه پرېښودې او تللي دي ۔ هغوي ووئېل  د دې پیښې رسمي پلټنې رواني دي۔  پوځ دا اقدام د اسرائيلي  پوځ د اقدارو او عسكري خدمت خلاف وګرځولو۔  پوځي سر چينو د بغاوت وجوهات ښودولو سره ووئېل دا د كورني اختلافات نتيجه ده كومه چې د “تصابار” بټالين دننه  د زړو پوځيانو  د اړخه  د څه رواياتو او رويو مسلط كولو  په هڅو پېدا شوه   او كوم چې د درځنونو پوځيانو  او سر تېرو په  اډه پړیښودلو سر ته ورسېد۔

مزید خبریں