د خېبرپښتونخوا ګورنر فيصل كريم كنډي سره د آذربائيجان سفير خضر فرهادوف د مخه ښې ملاقات وكړو

  اسلام آباد 31 جولائي (اے پي پي)د خېبرپښتونخوا ګورنر فيصل كريم كنډي سره په پاكستان كښې د آذربائيجان سفير خضر فرهادوف اسلام آباد كښې د مخه ښې ملاقات وكړو ۔د ګورنر آفس وياند له مخې په دې موقع د خېبرپښتونخوا ګورنر د مشر سفير په درناوي كښې د ماسپخښين مېلمستيا هم وركړه۔د ملاقات په مهال د خېبرپښتونخوا ګورنر فيصل كريم كنډي سفير خضر فرهادوف د پاكستان او آذربائيجان ترمينځه …

 

اسلام آباد 31 جولائي (اے پي پي)د خېبرپښتونخوا ګورنر فيصل كريم كنډي سره په پاكستان كښې د آذربائيجان سفير خضر فرهادوف اسلام آباد كښې د مخه ښې ملاقات وكړو ۔د ګورنر آفس وياند له مخې په دې موقع د خېبرپښتونخوا ګورنر د مشر سفير په درناوي كښې د ماسپخښين مېلمستيا هم وركړه۔د ملاقات په مهال د خېبرپښتونخوا ګورنر فيصل كريم كنډي سفير خضر فرهادوف د پاكستان او آذربائيجان ترمينځه د ورورولۍ اړيكو ودې٬تجارتي اقتصادي٬سرمايه كارۍ ٬دفاعي٬كلتوري او اولسي روابط  لا مستحكم كولو لپاره د قدر وړ خذمات وستائېل۔د خېبرپښتونخوا ګورنر فيصل كريم كنډي ووئيل د پاكستان او آذربائيجان ترمينځه د اوږدې مودې پخوانۍ د ورورولۍ اړيكې په شريك باور٬احترام او اقدارو اډانه دي كومو ته چې پراختيا وركولو لپاره دواړو هېوادونو له ترلاسه موقعو څخه بشپړه استفاده كول پكار ده ۔په دې موقع د آذربائيجان سفير خضر فرهادوف په تود هركلي كولو د خېبرپښتونخوا ګورنر مننې كولو سره ووئيل  پاكستان كښې د هغه سفارتي ذمه وارۍ  یپه زړه پزري او يادګاري پاتې شوې۔هغه ووئيل د پاكستان او آذربائيجان ترمينځه قوي د ورورولۍ اړيكې د وخت سره لا مستحكمې كيږي او د دواړو هېوادونو اولس يو بل ته رانزدې كيږي۔سفير خضر فرهادوف ووئيل  د دواړو هېوادونو ترمينځه د نيغ په نيغه پروازونو پېل څخه اولسي روابط٬سېلګري او كاروباري هلو ځلو ته ښكاره وده ترلاسه شوې۔هغه ووئيل  آذربائيجان پاكستان كښې د تجارت٬توان٬سېلګرۍ٬انفراسټركچر او سرمايه كارۍ پشمول بيلو څانګو كښې مرستې زياتولو له خوښي لري۔

مزید خبریں