د  غربت كمولو او سماجي تحفظ وفاقي وزير د زكواة فاؤنډېشن آف امريكا هيډ آفس دوره وكړه

  اسلام آباد 31 جولائي (اے پي پي) د غربت كمولو او سماجي تحفظ وفاقي وزير سيد عمران احمد شاه د پاكستان قونصل جنرل شكاګو زمان مهدي سره د زكواة فاؤنډېشن آف امريكا هيډ آفس دوره وكړه ۔ د جمعې په ورځ جاري شوي بيان له مخې دفتر ته په رسېدو د زكوة فاؤنډېشن آف امريكا سي اي او خليل دمير٬د پلاننګ اينډ ډويلپمنټ ايډوائزر  فرخ رضا او د فاؤنډېشن …

 

اسلام آباد 31 جولائي (اے پي پي) د غربت كمولو او سماجي تحفظ وفاقي وزير سيد عمران احمد شاه د پاكستان قونصل جنرل شكاګو زمان مهدي سره د زكواة فاؤنډېشن آف امريكا هيډ آفس دوره وكړه ۔ د جمعې په ورځ جاري شوي بيان له مخې دفتر ته په رسېدو د زكوة فاؤنډېشن آف امريكا سي اي او خليل دمير٬د پلاننګ اينډ ډويلپمنټ ايډوائزر  فرخ رضا او د فاؤنډېشن ډلې د وفاقي وزير تود هركلے وكړو۔د دورې په مهال زكوة فاؤنډېشن آف امريكا سي اي او خليل دمير وفاقي وزير ته د ادارې نړيوالو بشري خذمات په اړه بريفنګ وركړو۔په دې موقع د ډاكومنټري د لارې ووئيل شول  فاؤنډېشن د نړۍ د 40 څخه زياتو هېوادونو كښې  د يتيمانانو ماشومانو كفالت٬آفتونو څخه د ځپلو كسانو مرسته٬د سكول نه بهر ماشومانو د تعليم٬پاكو اوبو وركولو٬ د سكل ډويلپمنټ٬بحالۍ(ري ہیبلیټیشن)او د ذهني صحت پشمول ګڼ شمېر څانګو كښې خذمات ترسره كوي۔وفاقي وزير سيد عمران احمد شاه د ترك كلتور تهوار كښې د ګډون په بلنه د زكوة فاؤنډېشن آف امريكا مننه وكړه۔ده د فاؤنډېشن د نړيوالې خېرښېګړی خذمات ستائېلو سره پاكستان كښې د  كردار او خذمات هم ستائنه وكړه۔وفاقي وزير د خپل وزارت په كاركردګۍ رڼا اچولو سره ووئېل د غربت د كمي او سماجي تحفظ وزارت د پاكستان وزيراعظم محمد شهباز شريف  وژن له مخې په ټول هېواد كښې د سماجي تحفظ بيلو پروګرامونو د لارې مستحقو كورنيو مرسته٬هنرمندۍ٬صحت٬تعليم او  د سماجي خېرښېګړو په بيلو پروژو كار كوي۔وفاقي وزير ووئيل  د حكومت پام لرنه ده چې مستحقو كسانو ته علاج٬تعليم او د روزګار آسانۍ د هغوي تر چوكاټ ورسوي۔

مزید خبریں