انقرہ / اسلام آباد۔31جولائي (اے پي پي)د ریلوے وفاقي وزير محمد حنیف عباسي د تركيې خپلې دوه ورځنۍ سرکاري دورې په مهال انقرہ كښې د ترک کنټریکټرز ایسوسي ایشن (ټي سي اے اعلیٰ چارواكو سره ملاقات وكړو چې پكښې د پاکستان ریلوے جدید کارۍ پروګرام كښې د ترک کمپنیو د ګدون په امکانات خبرې وكړې شوې ۔ په دې مهال د پاک ریلوے په مختلف منصوبو كښې د سرمایه …
د ریلوے وزير د ترکيه کنټریکټرز پلاوي سره ملاقات، د پاک ریلوے جدید کارۍ پروګرام كښې د هغوي د ګدون په امکانات خبرې

مزید خبریں
انقرہ / اسلام آباد۔31جولائي (اے پي پي)د ریلوے وفاقي وزير محمد حنیف عباسي د تركيې خپلې دوه ورځنۍ سرکاري دورې په مهال انقرہ كښې د ترک کنټریکټرز ایسوسي ایشن (ټي سي اے اعلیٰ چارواكو سره ملاقات وكړو چې پكښې د پاکستان ریلوے جدید کارۍ پروګرام كښې د ترک کمپنیو د ګدون په امکانات خبرې وكړې شوې ۔ په دې مهال د پاک ریلوے په مختلف منصوبو كښې د سرمایه کارۍ او شراکت دارۍ په مختلف ماډولز غور وشو ۔ دوي د پبلک پرائیویټ پارټنرشپ ، بلډ آپریټ ټرانسفر ، اي پي سي او نورو جدید ماډولز د لارې د مرستې د امکانات جاج واغست ۔ وفاقی وزیر د ترکيه کمپنیو ته د پاکستان ریلوے په لويو ترقیاتي او انفراسټرکچر منصوبو كښې د ګډون رسمي بلنه وركړه۔ د خبرو په مهال د ایم ایل ون په راروانو پراړونو كښې د ترک کمپنیو د تکنیکي پوهې څخه د استفادې كولو او د ایم ایل تھري په جدید کارۍ كښې د ترک کنټریکټرز لپاره د مرستې او سرمایه کارۍ په موقعو بحث وشو ۔دغسې د اسلام آباد-تهران-استنبول فریټ کوریډور بحالۍ لپاره انفراسټرکچر او لاجسټکس كښې د مرستې د امکانات هم جاج واغستلے شو چې ورسره به منطقه كښې تجارت او معاشي روابط ته نوے رفتار تر لاسه كېدے شي ۔ ملاقات كښې په ازبکستان-افغانستان-پاکستان ریلوے کوریډور كښې هم د ترک کمپنیو د ګدون په امکانات خبرې وشوې ۔دغسې ترکيه چارواكو سره د پاکستان ریلوے سټیشنز، فریټ ټرمینلز او د لاجسټکس پارکس كښې د ترک سرمایه کارۍ په موقعو هم په زړه پورې خبرې وشوې او د ریلوے انفراسټرکچر سره د کمرشل ډویلپمنټ او لاجسټکس څانګو كښې د مشترکه منصوبو د امکانات جاج واغستلے شو ٬ ترک کمپنیو ته پاکستان كښې اوږد مهاله د شراکت دارۍ موقعو نه د ګټې پورته كولو بلنه وركړې شوه ۔










