اسلام آباد۔31جولائي (اے پی پی)د کشمیر، ګلګت بلتستان او سیفران چارو وفاقي وزير انجینئر امیر مقام وئېلي دي په انتخابي نتائج د ټكونو كولو په ځائے پیپلز پارټي له د دې خبرې جاج اغستل پكار دي چې اولس هغوي ولې مسترد کړل ،په آزاد کشمیر كښې حکومت او انتظامیه د پیپلز پارټي د اثر لاندې وه ،ځكه د بې بے بنیاده تورونو لګولو په ځائے دې د اولسي فیصلې …
پیپلز پارټي دې په انتخابي نتائج د ټكونو په ځائے د اولسي پرېكړې احترام وكړي ، انجینئر امیر مقام

مزید خبریں
اسلام آباد۔31جولائي (اے پی پی)د کشمیر، ګلګت بلتستان او سیفران چارو وفاقي وزير انجینئر امیر مقام وئېلي دي په انتخابي نتائج د ټكونو كولو په ځائے پیپلز پارټي له د دې خبرې جاج اغستل پكار دي چې اولس هغوي ولې مسترد کړل ،په آزاد کشمیر كښې حکومت او انتظامیه د پیپلز پارټي د اثر لاندې وه ،ځكه د بې بے بنیاده تورونو لګولو په ځائے دې د اولسي فیصلې احترام وكړے شي ۔ د جمعې په ورځ کھاوړہ كښې د راجه ثاقب منیف انتخابي جلسې ته خطاب كښې انجینئر امیر مقام ووئېل پیپلز پارټي كومه چې په موجودہ سیاسي نظام ټكونه كوي ،هغوي له یاد ساتل پكار دي چې هغوي پخپله د دې نظام برخه دي او په مهمو آئیني چوكو ناست دي ، ده ووئېل هغوي ته دا معلومول پكار دي چې که مونږ لاړو نو ټول به ځي ۔انجینئر امیر مقام ووئېل لكه څنګه چې خلق د ووټونو اچولو لپاره راوتل، دا د کشمیري اولس او د جمهوریت فتح ده ، ده ووئېل مونږ له شخړې نه دي رامخې ته كول پكار ۔ ده ووئېل د پیپلز پارټي صدر چوهدري یاسین رزلټ زمونږ په وړاندې راغلے ٬ د هغې نه معلومېږي چې چرته 96 فیصد او چرته 98 فیصد ووټونه اچولې شوي ۔ده ووئېل ،مسلم لیګ (ن) په تېرو دوو كلونو كښې په منظم ډول کار كړے دے، د كوم مثبت نتائج جې راوړاندې شول ، ده ووئېل کشمیري اولس د خپل ووټ د لارې د سیاسي بصیرت مظاهرہ کړې ده ۔










