اسلام آباد 31 جولائي (اے پي پي)وفاقي حكومت د هېواد وركوټو كلي والو٬لرې پرتو سيمو او تر پسمانده منطقو تند رفتاره او ارزان انټرنيټ آسانۍ وركول قومي پام لرنه ګرځولو سره مجوزه قومي كنيكټيويټي پلان ته زر تر زره د حتمي شكل وركولو پريكړه كړې ده۔د پروژې مقصد د ډيجيټل خليج خاتمه٬فري لانسرز٬اي كامرس سره د تړون لرونكو كسانو او ځوانانو لپاره نوې معاشي موقعې راپیدا كول او فائبر …
د وفاقي حكومت مجوزه قومي كنيكټيويټي پلان ته زر تر زره د حتمي شكل وركولو پريكړه

مزید خبریں
اسلام آباد 31 جولائي (اے پي پي)وفاقي حكومت د هېواد وركوټو كلي والو٬لرې پرتو سيمو او تر پسمانده منطقو تند رفتاره او ارزان انټرنيټ آسانۍ وركول قومي پام لرنه ګرځولو سره مجوزه قومي كنيكټيويټي پلان ته زر تر زره د حتمي شكل وركولو پريكړه كړې ده۔د پروژې مقصد د ډيجيټل خليج خاتمه٬فري لانسرز٬اي كامرس سره د تړون لرونكو كسانو او ځوانانو لپاره نوې معاشي موقعې راپیدا كول او فائبر آپټك و فائيو جي انفراسټركچر ته د پراختيا د لارې پاكستان ديجيټل معيشت لا قوي كول دي۔د اقتصادي چارو وفاقي وزير احد چيمه په مشرۍ كښې د قامي كنيكټيوټي پلان په اړه د جمعې په ورځ غونډه وشوه چې پكښې د آئي ټي و ټيلي كميونيكېشن وفاقي وزيرې شزه فاطمه خواجه او اړوند وزارتونو اعلٰی چارواكو ګډون وكړو۔په غونډه كښې د ټول هېواد كلي والو٬لرې پرتو سيمو او تر وړو ښارونو تند رفتاره انټرنيټ رسنه باوري كولو٬ډيجيټل خليج كمولو او د نوو معاشي موقعې راپیدا كولو اقدامات جاج واخستلے شو۔غونډې ته خطاب كښې وفاقي وزير احد چيمه ووئېل د حكومت وړومبې پام لرنه داسې فري لانسرز٬اي كامرس سره تړون لرونكو كاروباري كسانو او نورو ډيجيټل څانګو كښې كار كوونكو وګړو ته آسانۍ وركولو ته ده كوم چې لرې پرتو سيمو كښې ارزان او غېر معياري انټرنيټ له امله ستونزو سره مخ دي۔ده ووئيل حكومت به په ټول هېواد كښې ارزان او تند رفتار انټرنيټ سروس وركولو لپاره ټول ضروري اقدامات كوي دغسې چې هر وګړې د ډيجيټل معيشت څخه بشپړه استفاده وكړي۔غونډه كښې په دې خبره هم زور راوړلے شو چې فائبر ټو دي هوم نيټ وركس او ففته جنريشن(جي پائيو)انفراسټركچر د قومي معيشت پرمختګ٬د روزګار نوو موقعو راپیدا كولو او د ټول هېواد ډيجيټل شموليت ته ودې وركولو كښې كليدي كردار ادا كوي۔وفاقي وزير احد چيمه د دې عزم څرګندونه وكړه چې د ټولو اړوند ډلو سره به د مشاورت نه پس قومي كنيكټيوټي پلان ته زر تر زره حتمي شكل وركولې شي۔










