اسلام آباد 31 جولائي (اے پي پي)د كشمير٬ګلګت بلتستان او سيفران چارو وفاقي وزير انجينئر امير مقام په براډ پيك د واورې كمر رالوېدو په نتيجه كښې د غر سر كونكې نړيوالې 10 كسيزه ډلې سره د رابطې منقطع كېدو د اطلاعات نوټس واغست او ټولو اړوندو ادارو ته سمدستي او د موثر رېسكيو آپريشن يې هدايت جاري كړل ۔ د جاري شوي بيان له مخې وفاقي وزير د …
وفاقي وزير انجينئر امير مقام په براډ پيك د غر سر كوونكې ډلې سره د رابطې منقطع كېدو د اطلاعات نوټس

مزید خبریں
اسلام آباد 31 جولائي (اے پي پي)د كشمير٬ګلګت بلتستان او سيفران چارو وفاقي وزير انجينئر امير مقام په براډ پيك د واورې كمر رالوېدو په نتيجه كښې د غر سر كونكې نړيوالې 10 كسيزه ډلې سره د رابطې منقطع كېدو د اطلاعات نوټس واغست او ټولو اړوندو ادارو ته سمدستي او د موثر رېسكيو آپريشن يې هدايت جاري كړل ۔ د جاري شوي بيان له مخې وفاقي وزير د الپائن كلب آف پاكستان(اے سي پي)او د ضلع شګر انتظاميې لخوا د ترلاسه شوو اندېښمندو اطلاعاتو نه پس اړوند چارواكو او د ضلعې انتظاميې ته د چمتو پاتې كېدو او پاكستان آرمي سره په مكمل هم آهنګۍ د لټون او مرستې كاروائۍ تندولو امر كړے دے۔وفاقي وزير په دې افسوس ناكه پېښه د سخت تشويش څرګندونې سره د غر سر كوونكو خيريت لپاره دعا وكړه او ټولو ډلو ته يې هدايت وكړو چې د هغوي د رېسكيو پيشرفت څخه وخت په وخت خبر اوساتي۔










