د هند ګودي ميډيا د جعلي خبرونو كمپائن ، د پاكستان د ايران وسلې شخړه كښې د ښكېل كولو هڅه بې نقابه شوه

  اسلام آباد۔31جولائی(اے پی پی) د هند ګودي ميډيا او د ځينې تش د نامې دفاعي حلقو لخوا د امريكا – ايران تاؤ تريخوالي په مهال د پاكستان او چين ايران ته د وسلې رسولو غېر مستند ادعاګانو سره د تړلو كمپائن بې نقابه شوے دے۔ د مبصرينو له مخې دا كمپائن جنګي چاپېريال ته د هوا وركولو ٬ د پاكستان خلاف منفي تاثر رامخې ته كولو او د پاكستان …

 

اسلام آباد۔31جولائی(اے پی پی) د هند ګودي ميډيا او د ځينې تش د نامې دفاعي حلقو لخوا د امريكا – ايران تاؤ تريخوالي په مهال د پاكستان او چين ايران ته د وسلې رسولو غېر مستند ادعاګانو سره د تړلو كمپائن بې نقابه شوے دے۔ د مبصرينو له مخې دا كمپائن جنګي چاپېريال ته د هوا وركولو ٬ د پاكستان خلاف منفي تاثر رامخې ته كولو او د پاكستان سفارتي هڅو ته د زيان رسولو هڅه ده۔ د کشمیر ميډيا سروس له مخې  د هند ميډيا په 29 جولائي د شورو په ورځ د غېر ملكي خبري اژانس رائټر نامعلومه سرچينو  تر مخه يو رپورټ كښی رامخې ته شوے غېر مصدقه امكان وړاندې كولو سره ادعا كړې ده چې پاکستان ایران ته د چينائي ساخت وسلو منتقل كولو كښې كردار ترسره كوي حالانكه امريكائي اتسخباراتي ادارو نه خو د دې تصدي كړے او نه كومې آزادې نړيوالې ادارې په دې اړه د باور وړ كوم ثبوت وړاندې كړے دے۔ په رپورټ كښې يوازې دا امكان ښكاره كړے شوے ؤ چې هانګ کانګ د يو ثالث د لارې ايران ته د چينائي ساخت تر لرې ويشتونكې فضائی دفاعي نظام MANPADS رسولې شي او د دې اولنۍ فضائي لاره په ممكنه توګه پاكستان څخه تېرېدې شي۔  د هند ميډيا يوازې يو جغرافيائي امكان د پاكستان د رياستي معاونت او عملي شموليت په توګه د وړاندې كولو هڅه كړې۔ چین دغه اطلاعات مسترد كړي  او دغه يې بې بنسټه ګرځولي ۔ دغسې آئي اېس پي آر هم د پاكستان كردار  په اړه اړوندې ډنډورې بې بنسټه وګرځولې۔  راپور له مخې د امريكې لخوا هم د پاكستان د كوم فعاله كردار ٬ د وسلو د رسولو يا لاجسټك مرستې كوم سركاري تصديق نه دے رامخې ته شوے۔ د دې باوجود هندي پراپېګنډا حلقو د پاکستان-چین-ایران اسلحه اتحاد بیانیې تشكيلولو هڅه كړې۔ د سټاک هوم انټرنېشنل پیس ریسرچ انسټی ټیوټ شمېرو له مخې پاكستان په دفاعي درآمدات كښې د چين برخه پاتي شوے دے خو د دې ايران ته د وسلې منتقل كولو سره هېڅ تعلق نه دې ثابت شوے ۔ د مبصرينو له مخې د هند لخوا غېر مصدقه خبرونو ته وده وركول نه يوازې دا چې د پاكستان او ايران اړيكې اغېزمندې كولو هڅه ده بلكې د دې مقصد د چين كردار متنازع كول او په منطقه كښې د يرې او بې باورۍ فضا پېدا كول دي