د خزانې سلاحكار خرم شهزاد د پاكستان په معاشي بحالۍ٬ اصلاحات او د پرمختګ په نوي پراؤ د اطمينان څرګندونه وكړه

  کراچۍ۔31 جولائی(اے پی پی) د خزانې سلاحكار خرم شهزاد وئيلي دي پاكستان د معاشي استحكام له پړاؤ څخه په وړاندې تللو سره اوس د شخصي څانګې په قيادت كښې تلپاتي پرمختګ پلو سفر پېل كړے دے كوم چې د ډھانچه جاتي اصلاحات ٬ د سرمايه كارانو زيات شوي باوري او د مضبوطو معاشي بنيادونو له امله ممكن شوے دے۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د جمعې په ورځ په …

 

کراچۍ۔31 جولائی(اے پی پی) د خزانې سلاحكار خرم شهزاد وئيلي دي پاكستان د معاشي استحكام له پړاؤ څخه په وړاندې تللو سره اوس د شخصي څانګې په قيادت كښې تلپاتي پرمختګ پلو سفر پېل كړے دے كوم چې د ډھانچه جاتي اصلاحات ٬ د سرمايه كارانو زيات شوي باوري او د مضبوطو معاشي بنيادونو له امله ممكن شوے دے۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د جمعې په ورځ په كراچۍ كښې د بېنک اسلامی تر سېوري لاندې تابيا سيمينار “پاکستان اکنامک آؤټ لک: مالي كال 2027 او دغې څخه وروستو” ته خطاب كښې وكړه۔ خرم شهزاد ووئيل د تېرو دوو درې كلونو په مهال د پاكستان معيشت كښې ښكاره ښه والے رامخې ته شوے د ، معاشي استحكام بحال شوے او اوس حكومت سرمايه كارۍ او په آمدان اډانه تلپاتي اقتصادي پرمختګ ته پام ګرځولے دے۔ ده ووئيل د حقيقي جي ډي پي د نمو شرح 3.7 فیصد ته رسېدلې ده په كومه كښې چې كركيلې ٬ لويو صنعتونو (LSM) او د خدمات څانګې غوره كاركردګۍ مهم كردار ترسره كړو۔ ده ووئيل د قرضونو مجموعي قامي پېداوار سره تناسب 75 فیصد څخه په كمېدو 68 فیصد ته راغلے دے۔ ده ووئيل د روانو كھاتو خسارہ كال 2022  كښې د 17.5 ارب امریکائي ډالره په مقابل كښې د 150 ملين ډالر څخه هم كمه شوې ده۔ د سټېټ بنك د زرمبادله زېرمې  د 2023 وړومبو مياشتو كښې نزدې 3 اربه ډالره څخه په زياتېدو 18 ارب ډالر ته رسېدلې دي۔ ده ووئيل حكومت د نجکارۍ، توان ، سرکاری پورونو انتظام ، ټېکس نظام، ټېرف اصلاحات، ډیجیټل پاکستان او مالیاتی آسانيو ته د لاسرسۍ په شمول بېلو څانګو كښې په بشپړه اصلاحات عملدرآمد كوي۔ ده ووئيل تر دې دمه د نجكارۍ په 28 منصوبو عمل پېل شوے دے۔ په سیمینار كښې سینئر بېنکرز، سرمايه كارانو ٬ مالياتي څانګې سره تعلق لرونكو پوهانو ، د کاروباری ورورولۍ استازو او د بېلو معاشي ادارو غړو ګډون وكړو