د افغان خاورې څخه  يو وارې بيا پاکستان كښې  د هند سپانسرډ ترهه ګرۍ شواهد رامخې ته شول

  اسلام آباد۔31جولائي  (اے پي پي) افغان خاورې څخه پاکستان كښې د هند اسپانسرډ ترهه ګرۍ  شواهد  يو وارې بيا  رامخې ته شول ۔تفصیلات تر مخه د پخوانۍ افغان استخباراتي  ایجنسۍ مشر مسعود اندرابي د هند ، فتنہ الخوارج او طالبان جوړه جاړه بې نقابه كړه  ۔ پخواني افغان انټیلی جنس مشر مسعود اندرابي د دي ډپلومیټ  په پروګرام كښې وئېلي دي افغان طالبان رجیم  د هند څخه  په مالي …

 

اسلام آباد۔31جولائي  (اے پي پي) افغان خاورې څخه پاکستان كښې د هند اسپانسرډ ترهه ګرۍ  شواهد  يو وارې بيا  رامخې ته شول ۔تفصیلات تر مخه د پخوانۍ افغان استخباراتي  ایجنسۍ مشر مسعود اندرابي د هند ، فتنہ الخوارج او طالبان جوړه جاړه بې نقابه كړه  ۔ پخواني افغان انټیلی جنس مشر مسعود اندرابي د دي ډپلومیټ  په پروګرام كښې وئېلي دي افغان طالبان رجیم  د هند څخه  په مالي مرسته  تر لاسه كولو پاکستان كښې د ترهه ګرو  ملاتړ كوي ،معرکه  حق كښې د  ناکامۍ نه پس هند په افغانستان كښې د  پاکستان خلاف خپله مخ ملازه د زياتولو هڅې كوي ۔ مسعود اندرابي ووئېل د هند د طالبانو  د مرستې  اصل مقصد په فتنہ الخوارج  اثر و رسوخ  جوړولو سره دغه د پاکستان خلاف استعمالول دي، افغانستان كښې د ترهه ګرو په محفوظ پټن ځايونو د   پاکستان بمباري د هند  لپاره  واضحه پیغام دے٬ د  طالبانو د اړخه  فتنہ الخوارج  ته  پناہ وركول د پاکستان د پولې پورې غاړه د کارروائیو او  اړيكو كښې د تاو تريخوالي بنیادي وجه ده  ۔ د پوهانو تر مخه دا بیانات د پاکستان هغه  مؤقف ته تقویت وركوي چې د  افغان  خاورې نه د هند مرستياله ترهه ګرې  ډلې  د پاکستان خلاف استعمالېږي ۔پاکستان افغان طالبان رجیم ته د ترهه ګرو  د پټن ځايونو خاتمې په اړه خو وارې خبردارے وركړے دے۔

مزید خبریں