اسلام آباد۔31جولائی(اے پی پی) وزیراعظم شهباز شریف آذربائیجان سره د ورورولۍ اړيكې لا پياوړې كولو له د پاكستان د كوټلي عزم پخلے كړے دے۔ وزیراعظم د جمعې په ورځ د جمهوريه آذر بائيجان سفير حضر فرهادوف سره د مخه ښې ملاقات وكړو۔ د وزیراعظم آفس میډیا ونګ لخوا د جاري شوي بيان له مخې نائب وزيراعظم اسحاق ډاراو خارجه سېكتره آمنه بلوچ هم په دې موقعه موجود وه۔ د ملاقات …
د وزيراعظم شهباز شريف آذربائیجان سره د ورورولۍ اړيكې لا پياوړې كولو عزم پخلے
اسلام آباد۔31جولائی(اے پی پی) وزیراعظم شهباز شریف آذربائیجان سره د ورورولۍ اړيكې لا پياوړې كولو له د پاكستان د كوټلي عزم پخلے كړے دے۔ وزیراعظم د جمعې په ورځ د جمهوريه آذر بائيجان سفير حضر فرهادوف سره د مخه ښې ملاقات وكړو۔ د وزیراعظم آفس میډیا ونګ لخوا د جاري شوي بيان له مخې نائب وزيراعظم اسحاق ډاراو خارجه سېكتره آمنه بلوچ هم په دې موقعه موجود وه۔ د ملاقات په مهال وزيراعظم د خپلو سفارتی ذمه وارو په مهال د پاكستان او آذربائیجان ترمينځه ژورو اړيكو ته وده وركولو له د سفیر خضر فرهادوف د مخلصانه هڅو ستائنه وكړه۔ وزیراعظم دسياسي ٬ تجارتي ٬ اقتصادي ٬ دفاعي ٬ كلتوري او اولسي تړون په شمول په بېلو څانګو كشې دوه اړخيزه همكارۍ ته وده وركولو او په خاص توګه د دواړو هېوادونو ترمينځه نېغ په نېغه پروازونو پېل كولو كښې دده خذمات د ستائنې وړ وګرځول۔ وزیراعظم د آذربائیجان صدر الهام علیوف لپاره د نېكو هيلو څرګندونه كولو سره د تېرو دوه نيم كلونو په مهال د آذربائیجان خپلو يو شمېر دورو او په جولائي 2024ﺀ كښې د صدر الهام عليوف پاكستان دورې په زړه پورې يادونه تازه كړل۔ ده آذربائیجان سره د ورورولۍ اړيكو له مضبوطولو له د پاكستان د كوټلي عزم پخلے وكړو او د دې باور څرګندونه يۍ وكړه چې د سفير فرهادوف د تعيناتۍ په دور كښې جوړ شوې مضبوط بنياد به سباؤن كښې دوه اړخيزه اړيكو ته پراختيا وركولو كښې مرستيال ثابت شي۔ وزيراعظم سباؤن كښې د سفير فرهادوف كاميابو لپاره د نېكو هيلو څرګندونه هم وكړه۔












