د نائب وزیراعظم  اسحاق ډار په مشرۍ كښې  بین الوزارتي غونډه  ، د دوست هېوادونو طلبه لپاره د پاکستان د نړيوالې تعلیمې مرستې او د سکالرشپ پروګرامز جاج واغستلے شو

  اسلام آباد۔30جولائي  (اے پي پي) د نائب وزیراعظم و خارجه وزير سینیټر محمد اسحاق ډار  په مشرۍ كښې بین الوزارتي غونډه وشوه چې پكښې د دوست هېوادونو  طلبه لپاره د پاکستان د نړيوالې تعلیمي مرستې او  سکالرشپ پروګرامز جاج واغستلے شو ۔ د زيارت په ورځ د خارجه وزارت نه جاري بيان تر مخه د تعليم وفاقي سیکرټري غونډه د مختلف هېوادونو طلبه ته د وركړې كېدونكو  سکالرشپس  په …

 

اسلام آباد۔30جولائي  (اے پي پي) د نائب وزیراعظم و خارجه وزير سینیټر محمد اسحاق ډار  په مشرۍ كښې بین الوزارتي غونډه وشوه چې پكښې د دوست هېوادونو  طلبه لپاره د پاکستان د نړيوالې تعلیمي مرستې او  سکالرشپ پروګرامز جاج واغستلے شو ۔ د زيارت په ورځ د خارجه وزارت نه جاري بيان تر مخه د تعليم وفاقي سیکرټري غونډه د مختلف هېوادونو طلبه ته د وركړې كېدونكو  سکالرشپس  په اړه بریفنګ وركړو ۔ نائب وزیراعظم  د تعليم وزارتِ د هخو ستائنه وكړه او  تعلیمی روابط و مرستې ته ودې كښې په شوي پیشرفت يې د اطمینان څرګندونه وكړه ۔ نائب وزیراعظم و خارجه وزير وزارت او اړوند ادارو ته امر وكړو چې د دوست هېوادونو سره  د تعلیمي مرستې  دائرہ  لا پراخه كړئ او   د تعلیمي تبادلو او  سکالرشپ موقعو د لارې  په اولسي كچه روابط لا  مضبوطولو له نوې لارې ولټوئ  ۔ غونډه كښې  د سائنس وټېكنالوجي وفاقی وزیرِ ،  د وزیراعظم  خاص مرستيال طارق باجوہ، خارجه سیکرټري ، د تعليم سیکرټري ، چیئرمین ہائر ایجوکیشن کمیشن او د اړوند ادارو لوړ پورو ګدون وكړو۔

مزید خبریں