د قامي ورثه او كلتور ډويژن وفاقي وزير اورنګزيب خان كهچي سره د ايچ اي سي چيئرمېن پروفيسر ډاكټر نياز احمد اختر ملاقات

  اسلام آباد 30 جولائی(اے پی پی) د قامي ورثه او كلتور ډويژن وفاقي وزير اورنګزيب خان كهچي سره د ايچ اي سي چيئرمېن پروفيسر ډاكټر نياز احمد اختر ملاقات وكړو چې پكښې د قامي ژبو په وده ٬ د كلتوري ورثې په تحفظ٬تعليمي او تحقيقي مرستې او د اعلٰی تعليمي ادارو كلتور و لساني ادارو سره روابط لا قوي كولو په چارو  د خيالاتو څرګندونه وشوه ۔د زيارت په …

 

اسلام آباد 30 جولائی(اے پی پی) د قامي ورثه او كلتور ډويژن وفاقي وزير اورنګزيب خان كهچي سره د ايچ اي سي چيئرمېن پروفيسر ډاكټر نياز احمد اختر ملاقات وكړو چې پكښې د قامي ژبو په وده ٬ د كلتوري ورثې په تحفظ٬تعليمي او تحقيقي مرستې او د اعلٰی تعليمي ادارو كلتور و لساني ادارو سره روابط لا قوي كولو په چارو  د خيالاتو څرګندونه وشوه ۔د زيارت په ورځ شوي ملاقات كښې  د قامي ژبو د ودې ادارې(نېشنل لينګويج پروموشن ډيپارټمنټ)ډائرېكټر جنرل پروفيسر ډاكټر محمد سليم مظهر هم موجود ؤ ۔د ملاقات په مهال د پاكستان د كلتور او لساني ورثې تحفظ او ودې لپاره شريك مرستې ته په پراختيا وركولو٬ د قامي ژبو تحفظ او ترويج لپاره شريك اقدامات٬تعليمي او تحقيقي هلو ځلو لا موثره كولو ته اتفاق راغلو۔په دې موقع د دې عزم هم څرګندونه وشو چې د پاكستان كلتوري او لساني سرماېې تحفظ٬ودې او تر نوې نسل  منتقلۍ لپاره به شريكه مرسته لا مستحكمولې شي۔

مزید خبریں