د وفاقي وزير محمد حنيف عباسي تركيه كښې د ټي سي ډي ډي تكنيك ډائرېكټر جنرل مصطفٰی اوزدونر او  د هغه ډلې سره ملاقات

  استنبول 30 جولائی(اے پی پی)د ريلوے وفاقي وزير محمد حنيف عباسي د تركيې په ايريامان مانيټرنګ سينټر كښې د ټي سي ډي ډي تكنيك ډائرېكټر جنرل مصطفٰی اوزدونر او د هغه ډلې سره مهم ملاقات وكړو ۔د دې ملاقات په مهال د پاكستان او تركيې ترمينځه جديد سګنلنګ٬سينټر لائزډ ټرافېك كنټرول٬ډيجيټل آپريشنز او د ايم ايل ون او ايم ايل تهري جديد كارۍ لپاره د تركيې تجربات څخه په …

 

استنبول 30 جولائی(اے پی پی)د ريلوے وفاقي وزير محمد حنيف عباسي د تركيې په ايريامان مانيټرنګ سينټر كښې د ټي سي ډي ډي تكنيك ډائرېكټر جنرل مصطفٰی اوزدونر او د هغه ډلې سره مهم ملاقات وكړو ۔د دې ملاقات په مهال د پاكستان او تركيې ترمينځه جديد سګنلنګ٬سينټر لائزډ ټرافېك كنټرول٬ډيجيټل آپريشنز او د ايم ايل ون او ايم ايل تهري جديد كارۍ لپاره د تركيې تجربات څخه په استفاده كولو اتفاق راغلو ۔د ملاقات په مهال دواړو لارښودو او پوهانو د ټرين آپريشنز٬ټريفك منيجمنټ او جديد ډيجيټل ريلوے نظام باندې تفصيلي د خيالاتو څرګندونه وكړه ۔په دې موقع د پاكستان او تركيې ريلوے پوهانو ترمينځه د تكنيكي مرستې٬تربيي٬د تجربو په تبادلې او كار استعداد زياتولو پروګرامونو ته  ودې وركولو ته صلاح يوه شوه ۔په ملاقات كښې د ريلوے په څانګه كښې  د مصنوعي ځېركتيا٬په پيشګوئي اډانه تجزيات او د سمارټ ريلوے ټېكنالوجيز كښې د شريكې مرستې د امكانات هم جاج واخستلے شو ۔د ريلوے وفاقي وزير محمد حنيف عباسي ريلوے سيفټي٬ايمرجنسي رسپانس او د موثر ټرين آپريشنز كښې د تركيې پوهانو د جديدو صلاحيتونو څخه استفادې كولو كښې خوښي ولرله ۔

مزید خبریں