ټوکیو ۔30جولائي (اے پي پي) د جاپان کماموتو ولايت كښې راغلې د 7.1 شدت زلزلې نه پس د مرګونو شمېره 28 ته ورسېده ۔ د شنهوا تر مخه د جاپان چیف کابینه سیکرټري منورو کیهارا د زيارت په ورځ پریس کانفرنس كښې ووئېل د ځايي وخت وقت مطابق سهار 6:30 بجو پورې د مرګونو شمېره 28 ته رسېدلې وه ۔ بل پلو په کماموتو ولايت كښې جوړ ډیزاسټر رسپانس …
جاپان ،کماموتو ولايت كښې د زلزلې څخه د مرګونو شمېره 28 ته ورسېده

مزید خبریں
ټوکیو ۔30جولائي (اے پي پي) د جاپان کماموتو ولايت كښې راغلې د 7.1 شدت زلزلې نه پس د مرګونو شمېره 28 ته ورسېده ۔ د شنهوا تر مخه د جاپان چیف کابینه سیکرټري منورو کیهارا د زيارت په ورځ پریس کانفرنس كښې ووئېل د ځايي وخت وقت مطابق سهار 6:30 بجو پورې د مرګونو شمېره 28 ته رسېدلې وه ۔ بل پلو په کماموتو ولايت كښې جوړ ډیزاسټر رسپانس هیډ کوارټر غونډه كښې چارواكو ووئېل تر اوسه د 17 كسانو د مرګ رسمي تصدیق شوے دے او شپږ كسان د زړه اودرېدو له امله مړې شوي دي او يو كس بې دركه دے ۔د صوبائي چارواكو تر مخه ځپلو سيمو كښې 415 د مرستې پناہ چايونه جوړ كرې شوي چرته چې 10 زره 467 كسانو په عارضي توګه پناہ اغستې ده۔ د زلزلې له امله په کماموتو ولايت كښې نزدې 22 زار 950 كورونو بجلي هم منقطع شوې ده ، دغسې د چارواكو د اړخه د مرستې او بحالۍ کارروائۍ روانې دي ۔







