اسلام آباد 30 جولائی(اے پی پی)د مواصلات وفاقي وزير عبدالعليم خان كراچۍ پورټ څخه د وتونكو ګاډو ايكسل لوډ په حد د مكمل عملدرآمد٬اوور لوډنګ او د زياتو جرمانو٬ د ايكسل لوډ منيجمنټ د سپيځلې نظام او د مواصلات سېكرټري په مشرۍ كښې وركنګ ګروپ جوړولو له مهمې پريكړې كړې دي۔دا پريكړې د هغه په مشرۍ كښې د يو اعلٰی كچ غونډه كښې وشوې چې پكښې د اوور لوډنګ …
د مواصلات وفاقي وزير عبدالعليم خان په مشرۍ كښې غونډه٬ د اوور لوډنګ مخ نيوي او قامي سترې لارې د زيان څخه ساتلو لپاره جامع تګلاره جوړه كړې شوه

مزید خبریں
اسلام آباد 30 جولائی(اے پی پی)د مواصلات وفاقي وزير عبدالعليم خان كراچۍ پورټ څخه د وتونكو ګاډو ايكسل لوډ په حد د مكمل عملدرآمد٬اوور لوډنګ او د زياتو جرمانو٬ د ايكسل لوډ منيجمنټ د سپيځلې نظام او د مواصلات سېكرټري په مشرۍ كښې وركنګ ګروپ جوړولو له مهمې پريكړې كړې دي۔دا پريكړې د هغه په مشرۍ كښې د يو اعلٰی كچ غونډه كښې وشوې چې پكښې د اوور لوډنګ مخ نيوي او قامي سترې لارې زيان څخه ساتلو لپاره يوه جامع تګلاره جوړه كړې شوه ۔ د غونډې په مهال د مواصلات وفاقي وزير ته د ايكسل لوډ منيجمنټ په اړه تفصيلي بريفنګ وركړے شو۔د موټروے پوليس آئي جي ووئيل په موټرويز د قانون نفاذ ښه دے٬ په ټولو قامي سترو لارو او په (هائي ويز)دا لا ښه كولو ته ضرورت دے۔په دې موقع وفاقي وزير د اوور لوډنګ په سبب سترو لارو ته د رسېدونكې سخت زيان څخه هم خبر كړے شو۔عبدالعليم خان موټروے پوليس٬ټرافېك پوليس او اين ايچ اے ته په وے سټيشنز د سختې څارنې هدايت سره ووئېل په لويو جرمانو د ټرك مالكان د خلاف ورزۍ څخه منع كولې شي۔ده قوانين كښې د شته كمزوريو او د خلا په سمدستي لرې كولو زور راوړو او وې وئېل د صوبائي ادارو سره په ګډه په دې مسئلو قابو موندلې كېدې شي۔په غونډه كښې د مواصلات سېكرټري٬د ايف ډبليو او ډي جي٬د اين ايل سي ډي جي٬د اين ايچ اے چيئرمېن٬د موټروے پوليس آئي جي او صوبائي ډلو ګډون وكړو او په ايكسل لوډ منيجمنټ موثر عملدرآمد په اړه يې خپل تجاويز وړاندې كړل ۔







