اسلام آباد۔30جولائي (اے پي پي ) د سېنېټ چیئرمین سید یوسف رضا ګیلاني د لاهور په باغبانپورہ، سکھ نهر سره نزدې د كور بام پرېوتلو په خفګاني پښه د زيات غم دړد او افسوس څرګندونه كړې ده ، ده د حق رسېلو كورنيو سره د زړه له كومي خواخوږي او د غمرازۍ څرګندونه وكړه ۔ د زيارت په ورځ د سینیټ سیکرټریټ نه جاري بیان كښې چیئرمین ووئېل داسې …
د سینیټ چيئرمېن سيد یوسف رضا ګیلاني په لاهور كښې د كو بام لوېدلو په پیښه د غم دړد څرګندونه

مزید خبریں
اسلام آباد۔30جولائي (اے پي پي ) د سېنېټ چیئرمین سید یوسف رضا ګیلاني د لاهور په باغبانپورہ، سکھ نهر سره نزدې د كور بام پرېوتلو په خفګاني پښه د زيات غم دړد او افسوس څرګندونه كړې ده ، ده د حق رسېلو كورنيو سره د زړه له كومي خواخوږي او د غمرازۍ څرګندونه وكړه ۔ د زيارت په ورځ د سینیټ سیکرټریټ نه جاري بیان كښې چیئرمین ووئېل داسې خفګانې پیښې د ټول قام لپاره د غم دړد الم وي ۔ ده په اړوند ادارو زور راوړو چې په سباون كښې د دې نوعیت پیښو مخ نيوي له مؤثر، جامع او تل پاتي پالیسي مرتب كړئ، په تعمیراتي ضوابط په سختۍ سره عملدرآمد باوري كړئ او حفاظتي اقدامات لا مضبوط كړئ ٬ دغسې چې په سباون كښې د ځاني و مالي زيانونو نه محفوظ پاتي شوو۔سید یوسف رضا ګیلاني دعا وكړه چې لوي خښتن دې حق رسېلو له د خپل رحم په كرم كښې ځائے وركړي او غم جنيو كورنيو ته دې صبر او د حوصلې سره د برداشت توفیق وركړي۔د سېنېټ چیئرمین بیښه كښې د ژوبل شوو كسانو زر او مکمل رغېدو له دعا وكړه او اوړد چارواكو ته يې امر وكړو چې ژوبل شوو ته د درملنې غوره آسانۍ وركړئ۔







