اسلام آباد۔30جولائی(اے پی پی) د پارليماني چارو وفاقي وزير ډاكټر طارق فضل چوهدري په هنګو كښې په پوليس پوسته ترسره شوے بريد په سختو ټكو غندلو سره د شهيدانو كورنيو سره غمرازي ښكاره كړې ده۔ د زيارت په ورځ په اېكس د غندنې خپل يو بيان كښې ده ووئيل په هنګو پوليس پوسته ترسره شوے ترهګر بريد د غندنې او افسوس وړ دے۔ د خېبر پښتونخوا پولیس او امنيتي …
وفاقي ډاكټر طارق فضل چوهدري هنګو كښې په پوسته ترهګر بريد وغندلو
اسلام آباد۔30جولائی(اے پی پی) د پارليماني چارو وفاقي وزير ډاكټر طارق فضل چوهدري په هنګو كښې په پوليس پوسته ترسره شوے بريد په سختو ټكو غندلو سره د شهيدانو كورنيو سره غمرازي ښكاره كړې ده۔ د زيارت په ورځ په اېكس د غندنې خپل يو بيان كښې ده ووئيل په هنګو پوليس پوسته ترسره شوے ترهګر بريد د غندنې او افسوس وړ دے۔ د خېبر پښتونخوا پولیس او امنيتي ځواكونو مېړنو ځوانانو چې په كوم مهارت سره ترهګر خپلو ناوړه ارادو كښې ناكامه كړل په هغې ټول قام وياړي۔ ده ووئيل د ترهګر خلاف جنګ كښې د سرونو قرباني وركوونكو ته سلام كوو ، د دوي ځانګړې قربانۍ به كله هم هېرې نه كړې شي۔ ده شهيدو شوو له د لوړو درجو او ژوبل شوو له د زر روغتيا دعا وكړه۔ ده ووئيل د ترهګرۍ ناسور ختمولو له ټول قام پوليس ٬ پاك پوځ او د امنيتي ادارو ترڅنګ ولاړ دي او كه پاك پروردګار ته منظور وي د ترهګرۍ هرې فتنې ته به ماتې وركولې شي او پاكستان به د امن او ثبات منزل ضرور ترلاسه كړي









