د كورنيو چارو وفاقي وزير كېچ كښې د فتنة الهندوستان ترهګرو لخوا د 6 مزدورانو شهيد كولو غندنه

  اسلام آباد۔30جولائی(اے پی پی) د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوی د بلوچستان په كېچ سيمه كښې د فتنة الهندوستان ترهګرو لخوا د 6 مزدورانو شهيد كولو پېښې سخته غندنه كولو سره وئيلي دي چې ترهګرو بې ګناه مزدوران شهيد كولو سره د بدترين سفاكيت څرګندونه وكړه۔ د كورنيو چارو وفاقي وزير په خپل بيان كښې غمجنيو كورنيو سره خواخوږي او غمرازي وكړه۔ ده ووئيل ترهګرو مزودران په نخښه …

 

اسلام آباد۔30جولائی(اے پی پی) د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوی د بلوچستان په كېچ سيمه كښې د فتنة الهندوستان ترهګرو لخوا د 6 مزدورانو شهيد كولو پېښې سخته غندنه كولو سره وئيلي دي چې ترهګرو بې ګناه مزدوران شهيد كولو سره د بدترين سفاكيت څرګندونه وكړه۔ د كورنيو چارو وفاقي وزير په خپل بيان كښې غمجنيو كورنيو سره خواخوږي او غمرازي وكړه۔ ده ووئيل ترهګرو مزودران په نخښه كولو سره نه يوازې دا چې بې ګناه ځانونه شهيدان كړل بلكې د بلوچستان په پرمختګ او د اولس په روزګار يۍ هم بريد وكړو۔ ده ووئيل د فتنة الهندوستان ترهګر اوس بې ګناه وګړي په نخښه كوي۔ د دې چې څومره هم غندنه وكړې شي كمه ده۔ ده ووئيل 6 غېر مقامي مزدوران بېدردۍ سره شهيد كوونكي وحشيان د كوم هم رعايت مستحق نه دي۔ ده ووئيل زمونږ ټولې خواخوږۍ د شهيدانو خپلوانو سره دي او مونږ د غم په دې سخت وخت كښې هغوي سره يو برابر ولاړ يو

مزید خبریں