پېنډۍ ۔30جولائی(اے پی پی) پاک بحریه د كامياب آپرېشن په مهال په شمالي بحيره عرب كښې ګېر شوي 19 مهيان نيونكي بچ كړل۔ د تفصیلات له مخې د پاك بحريه جهاز پي اېن اېس تېمور په شمالي بحيره عرب كښې د ګېر شوې مهيان نيونكو كشتۍ بچ كولو له كامياب رېسكيو آپرېشن وكړو۔ د پاك بحريه جهاز پي اېن اېس تېمور په كامياب آپرېشن كښې سمندر كښې ګېر شوي …
د پاك بحريه كامياب آپرېشن٬ په شمالي بحيره عرب كښې ګېر 19 كسان بچ كړې شول
پېنډۍ ۔30جولائی(اے پی پی) پاک بحریه د كامياب آپرېشن په مهال په شمالي بحيره عرب كښې ګېر شوي 19 مهيان نيونكي بچ كړل۔ د تفصیلات له مخې د پاك بحريه جهاز پي اېن اېس تېمور په شمالي بحيره عرب كښې د ګېر شوې مهيان نيونكو كشتۍ بچ كولو له كامياب رېسكيو آپرېشن وكړو۔ د پاك بحريه جهاز پي اېن اېس تېمور په كامياب آپرېشن كښې سمندر كښې ګېر شوي 19 مهيان نيونكي حفاظت سره رېسكيو كړل۔ دوئي ګوادر څخه نزدې 120 ناټیکل میل جنوب كښې د انجن د خرابېدو له امله ګېر شوې وو۔ په كشتۍ كښې ناست د عملې ټول 19 كسان په كومو كښې چې 8 ايراني وګړي شامل وو بچ كړے شول۔ جوائنټ مېری ټائم انفارمېشن کوآرډی نېشن سېنټر سرچ اېنډ ریسکیو آپرېشن لپاره پاك بحريه سره رابطه كړې وه۔ د پاك بحريه ځوانانو د كشتۍ عملې ته سمندر كښې خوراك ٬ اوبه او طبي مرسته وركړه او دوئي يۍ حفاظت سره ساحل ته منتقل كړل۔ دا كامياب رېسكيو آپرېشن سمندر كښې د بشري ځانونو تحفظ له د پاك بحريه د عزم او همه وقت چمتوالي څرګندونه ده









