اسلام آباد۔30جولائی(اے پی پی) د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي وئيلي دي د وفاقی حکومت مؤثرې حكمت عملۍ او اروپائي هېوادونو سره د همكارۍ په نتيجه كښې د يو كال په مهال اروپا لپاره په بشري قاچاق كښې 47 فيصد ښكاره كمې ريكارډ كړې شوې په كوم چې اروپائي ائتلاف هم د داخله وزارت اقدامات ستائلي دي۔ حکومت د بشري قاچاق او غېر قانوني نقل وحمل مخېنوي لپاره …
اروپا لپاره بشري قاچاق كښې 47 فيصد كمې راغلې دې: وفاقي وزير محسن نقوي

مزید خبریں
اسلام آباد۔30جولائی(اے پی پی) د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي وئيلي دي د وفاقی حکومت مؤثرې حكمت عملۍ او اروپائي هېوادونو سره د همكارۍ په نتيجه كښې د يو كال په مهال اروپا لپاره په بشري قاچاق كښې 47 فيصد ښكاره كمې ريكارډ كړې شوې په كوم چې اروپائي ائتلاف هم د داخله وزارت اقدامات ستائلي دي۔ حکومت د بشري قاچاق او غېر قانوني نقل وحمل مخېنوي لپاره په زيرو ټالرنس پالېسۍ سختۍ سره عمل كوي او ټولې ادارې دا نېټ ورك ختمولو له په بشپړ ډول كار كوي۔ د بشري قاچاق او غېر قانوني نقل وحمل مخنيوي نړيوالې ورځې په موقع خپل خصوصي پېغام كښې وفاقي وزير ووئيل بشري قاچاق يو سنګين نړيوال جرم او د انسانيت خلاف ظلم دے۔ د بې ګناه كسانو په استحصال كښې ككړ كسان د كوم رعايت مستحق نه دي۔ ده ووئيل د نړيوالې همكارۍ او عصري ټېكنالوجۍ كارولو د لارې پولېزه نګراني او امېګرېشن نظام لا مؤثر كړے شوے دے د كوم چې مثبتې نتيجې رامخې ته كيږي۔ محسن نقوی په دې خبره زور راوړو چې پاكستان بشري قاچاق ختمولو لپاره د نړيوالو هڅو بشپړه برخه ده او په دې لړ كښې د اولس خبرتيا د وخت مهم حاجت دے۔ ده ددې عزم پخلے وكړو چې مونږ به نن د بشري قاچاق خلاف يو موټې كېدو سره يوه خوندي او باوقاره ټولنه تشكيلولو كښې خپل بشپړ كردار ترسره كوو







