د نائب وزيراعظم اسحاق ډار ترك خارجه وزير سره ټېلېفوني خبرې ، د اسلامی هېوادونو غونډې رابللو په وړاندېز د خيالاتو څرګندونه

  اسلام آباد۔30جولائی(اے پی پی) نائب وزیرِ اعظم/خارجه وزير سېنېټر اسحاق ډار د تركيه خارجه وزير هاكان فېدان سره ټېلېفوني خبرې وكړې۔ د زيارت په ورځ د خارجه دفتر له مخې دواړو لارښودو په روان سيمه ايز او نړيوال صورتحال د خيالاتو څرګندونه وكړه۔ په دې مهال د فلسطين سنګين صورتحال ته خاص پام وګرځولے شو۔ دوئي په غزه او مقبوضه مغربي سيمه كښې د اسرائيل په پرله پسې پوځي …

 

اسلام آباد۔30جولائی(اے پی پی) نائب وزیرِ اعظم/خارجه وزير سېنېټر اسحاق ډار د تركيه خارجه وزير هاكان فېدان سره ټېلېفوني خبرې وكړې۔ د زيارت په ورځ د خارجه دفتر له مخې دواړو لارښودو په روان سيمه ايز او نړيوال صورتحال د خيالاتو څرګندونه وكړه۔ په دې مهال د فلسطين سنګين صورتحال ته خاص پام وګرځولے شو۔ دوئي په غزه او مقبوضه مغربي سيمه كښې د اسرائيل په پرله پسې پوځي كارروائيو ، مقبوضه مشرقي بېت المقدس كښې د مسجد اقصیٰ احاطے په بار بار بې حرمتۍ او تندۍ سره ناوړه كېدونكي بشري وضعې د ژورې اندېښنې څرګندونه وكړه۔ دواړو لارښودو د فلسطيني اولس جائز حقونو لپاره د خپل كوټلي ملاتړ پخلے وكړو او د فلسطيني اولس په حمايت كښې يۍ سفارتي هڅې كوټلې كولو له د اردن لخوا دعرب او اسلامي هېوادونو غونډې رابللو په وړاندېز د خيالاتو څرګندونه وكړه