صدر مملكت سره د وفاقي وزير محسن نقوي ملاقات ٬ خېبر پښتونخوا او بلوجستان كښې په روانه امنيتي وضعه د خيالاتو څرګندونه

کراچۍ۔30جولائی(اے پی پی) صدر مملكت آصف علي زرداري سره د كورنيو چارو وفاقي وزير سيد محسن نقوي دلته ملاقات وكړو كوم كښې چې هېواد كښې او په خاص توګه خېبر پښتونخوا او بلوچستان كښې په روانه امنيتي وضعه د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ د زيارت په ورځ د ايوان صدر پرېس ونګ له مخې د كورنيو چارو وفاقي وزير صدر مملكت ته په خېبر پښتونخوا او بلوچستان كښې د موجوده امنيتي …

کراچۍ۔30جولائی(اے پی پی) صدر مملكت آصف علي زرداري سره د كورنيو چارو وفاقي وزير سيد محسن نقوي دلته ملاقات وكړو كوم كښې چې هېواد كښې او په خاص توګه خېبر پښتونخوا او بلوچستان كښې په روانه امنيتي وضعه د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ د زيارت په ورځ د ايوان صدر پرېس ونګ له مخې د كورنيو چارو وفاقي وزير صدر مملكت ته په خېبر پښتونخوا او بلوچستان كښې د موجوده امنيتي وضعې او د ترهګرۍ خلاف روانو اقداماتو په اړه بريفنګ وركړو۔ صدر آصف علی زرداری د ترهګرۍ خلاف د پاك پوځ ٬ قانون نافذ كوونكو دارو او پوليس مړانې٬ پېشه ورو صلاحيتونو او قربانيو ته پېرزوئنې وړاندې كړې۔ ده ووئيل د ترهګرۍ خاتمې او هېواد كښې تلپاتے امن په ځاې كولو له ټول قام امنيتي ځواكونو سره يو برابر ولاړ دے۔ ملاقات كښې په هېواد كښی په موجوده سياسي صورتحال د خيالاتو څرګندونه او د شريكې خوښې په نورو مهمو قومي چارو خبرې هم وشوې۔